دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 89137
جمهوررئیس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې له غړو سره وکتل
د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې غړو د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی هم حاضرو، د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې غړو په هېواد کې د کانکور په اوسنی سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز د لوړو زده کړو د وزارت له تشکیل څخه د باندې د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې د غړو د نظرونو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته د لوړو زده کړو وزیر ته لار ښوونه وکړه چې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره دې د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو لپاره یوه هر اړخیزه طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي ترڅو له مخې یې لازم تصمیم ونیول شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfeydc.w6d1maz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته