دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 122348
پکتیا کې د محصولاتو د بسته بندۍ او پروسس کولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د پکتیا په ولایت کې د کرنې د وضعیت د څرنګوالي، د چمتو شويو پروژو د پرانیستنې اود کرنې وزارت د نویو برنامو د اعلامولو په موخه د پکتیا ولایت ګردیز ښار ته لاړ.
په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت په مقر کې جوړه شوی وه ښاغلی نصرت ارسلا د پکتیا والی، په ولسی جرګه کې د پکتیا خلکو استازي ګل پادشاه مجیدی، امنیه قوماندان، د ولایتي شورا رئیس، ګڼ شمیر علماوو، د قومونو مشرانو، جهادي قوماندانانو او د خلکو استازو دهیواد کرنې وزیر او ورسره پلاوي ته هرکلي ووایه اوداچې په ۱۴ کلنو کې دا لومړۍ ځل وو چې د کرنې وزیرله دغه ولایت څخه لیدنه کوي د خلکو استازو درناوي وکړ.
په دغه ناسته کې د خلکو استازو او قومې مشرانو په پکتیا کې د یو کال په لړ کې د کرنې پراختیا په لار کې د پلی شویو فعالیتونو نه د مننې څرګندولو ترڅنګ په دغه ولایت کې د هغه ستونزوپه اړه چې شتون لري نیوکې وکړي. داوبو کمښت، د استراتیژیکو زیرمو نشتون، د کرنې په سکتورکې د ښځو رول کمرنګوالی، په مناسب وخت دکرنیزو اصلاح شویو تخمونو نه ویشل کیدل، افغانستان ته له پاکستان هیواد څخه د بي کیفیته نیالګیو او درملو را لیږد او داسې نور موارد د پکتیا ولایت د خلکو ستونزې وي چې مطرح شوي.
ورپسې دکرنې وزیر اسدالله ضمیر د پکتیا ولایت د شریفو خلکو د هرکلي څخه د مننې څرګندلو ترڅنګ د ۱۳۹۵ کال لپاره د کرنې سکتور پراخو فعالیتونو او برنامو د پلی کولو زیري ورکړ. او وی ویل:«د بڼوالۍ د پراختیا لپاره په راتلونکې کال کې په پام کې لرو چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له لارې خپل فعالیتونه پکتیا ولایت کې د ۴ ولسوالیو نه ۹ ولسوالیو ته وغځوو.»
همدا راز د کرنې وزیر زیاته کړه:«د دغه پلان په لړ کې مونږ په پام کې لرو ترڅو ۳۰۰۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ او زاړه بڼونه به بیا ورغوو. مونږ د ګڼو او نیمه ګڼو بڼونو جوړول هم په پام کې لرو چې د ۴۰۰ نه تر ۷۰۰ نیالګې پکې ایښودل کیږی. یا د نیالګې په لومړې کال کې لږ او په دویم او دریم کال کې پشپړ حاصل ورکوي. د خلکو څخه هیله کوم چې بی کیفیته وارداتې نیالګیو د اخیستلو څخه ډډه وکړي اود کرنې وزارت له خوا تصدیق شوي نیالګې په ۷۵٪ ارزانه بیه تر لاسه کړي.
همدارنګه په دغه کال کې ښخو لپاره د چرګانو ۵۰۰ کوچنې فارمونه ۱۰۰۰ کوچنې شنې خونې جوړیږي. پکتیا ولایت کې د ۲۰ نورو لویو شنو خونو جوړول په راتلونکې لمریزکال کې د کرنې وزارت د برنامو بله برخه ده.
مونږ د اوبو د زیرمه کولو او د اوبولګونې د ستونزو د هواریدو په موخه په پام کې لرو چې په پکتیا کې ۲۰ د اوبو د زیرمه کولو لوي حوضونه جوړ او ددې تر څنګ ددغه کال په لړ کې د اوبو ۵ لوي سربندونه به هم جوړشي.»
د هیواد کرنې وزیر همداراز د یو استراتیژیک زیرمتون د جوړولو پلان څخه چې ۵۰۰۰ ټنه وړتیا لری او د ۱۳۹۵ کال په لړ کې به پلی شي خلکوته زیري ورکړ.
نوموړې زیاته کړه:« د مالدارۍ په برخه کې ددغه کال په لړ کې به ۲۰۰ زره دوزه واکسین په څارویو پلی کیږی او په ضمن کې د مچیو د پراختیا لپاره په دغه ولایت کې ځانګړې برنامې هم لاسه لاندې دي.
د ځنغزیو ځنګلونو د سروې لپاره مقدماتې فعالیتونه، د لمریزو واټرپمپونو کارونې تجربه کول، د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرو ویش د کرنې وزارت د برنامو نورې برخې وی چې تشریح شوي.
د پکتیا ولایت نه د لیدنې په بله برخه کې د هیواد دکرنې وزیر د ګردیز په ښار کې د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ او پروسس کولو یو مرکز پرانیست او ورته یو بل مرکز هم په سید کرم ولسوالۍ کې د همدې ورځې په لړ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مراکز د کرنې وزارت د بنسټونو او بازار پروژې له خوا د ۲۳۶ زره امریکایی ډالرو په ارزښت جوړ او په ۲۴ ساعتو کې د ۷ مټریک ټنو میوو د پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري. یاد مرکز د مینځلو برخو، پاک کولو، بسته بندۍ، زیرمه کولو او لمریز وچوونکې لری چې د آسیايې پراختیایې بانک له خوا مرسته شوی او ددولت پراختیایې بودجې له لارې جوړ شوي.
په لیدنه کې د پکتیا ولایت شریفو خلکو د کرنې وزارت مشرتابه او منسوبینو د بیسارې زیارونو څخه ستاینه او مننه وکړه او د کرنې پرمختګ او ښه والې په لارکې د لوي څښتن تعالی څخه د لا بریو غوښتنه وکړه.
د لیدنې په پاي کې د کرنې وزیر او د پکتیا والی په ګډه هغه خبرې ناسته کې چې د د غه ولایت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوي وه ګډون وکړ او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfj0dycw6d0ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته