لومړنۍ پېښه د جلال اباد په درېيمه ناحيه کې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ اړوند د ملي پوليسو په موټر کې چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن ملي پوليس شهيد او دوه نور زخميان شوي دي.
دوهمه پېښه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د جلال اباد تورخم لويې لارې په اوږدو کې د ملي پوليسو په يو بل موټر کې چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن ملي پوليس شهيد او درې تنه نور زخميان شوي دي.
د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين په يادو پېښو ژوره خواشيني ښودلې، شهيدانو ته يې د فردوس جنت، ټپيانو ته يې د بيړنۍ روغتيا هيله او کورنۍ غړو ته يې د لوی الله له درباره د جميل صبر غوښتنه کړې او په ورته وخت کې يې امنيتي ځواکونوته لارښوونه کړې، چې د يادو پېښو عاملين تثبيت او د قانون منګلو ته يې وسپاري

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)