دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 133148
دهلمند چارواکی وای، د یاد ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی او څوارلس نور مخالفین وژل شوي دي.

دهلمند چارواکی وای، د یاد ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی او څوارلس نور مخالفین وژل شوي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي، د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د «قهرمیوند» عملیاتو په ترڅ کې اوښتي او د وسلوالو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
سرچنیو زیاتیو، د نهرسراج ولسوالۍ په «کمپرک» سیمه کې د امنیتي ځواکونو کمین برید کې د طالب قومندان «حاجي نصرت» په شمول ۷ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو سراچه موټر یې ویجاړ شوی دی.
په خبرپانه کې راغلی دي، په همدې حال کې «سورګودر» سیمه کې هوايي برید کې درې تنه وسلوال مخالفین وژل شوي، درې کلاشینکوفونه، یوه مخابره او یو موټر یې لمنځه وړل شوي دي.

https://avapress.com/vdcfjmdycw6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته