دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 155748

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي په روان ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان په عوایدو او صادراتو کې د ډیروالي خبر ورکوي.

د چارواکو په وینا، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دوه کاله وړاندې دا اندازه ۵۸۰ میلیونه ډالره وه. همدارنګه د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي عوایدو کچه ۱۷۰میلیارده افغانیو ته رسېدلې، چې د دوو مخکنیو کلونو په پرتله ۷۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالي ښیي.

اجمل عبدالرحیم زي، د مالیې وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند، چې د دوشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۱مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اقتصاد د عالي شورا د ناستې پایلې بیانولې، زیاته کړه: په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هیواد اقتصاد ۲.۶ سلنه وده کړې، چې دا شمېره د هیواد د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره یو ښه خبر دی.

عبدالرحیم زي همداراز وویل، چې د اقتصاد عالي شورا په نولسمه ناسته کې د مخابراتي محصول د راټولو د قانون د تعدیل په اړه د مخابراتو وزارت د طرحې، د تالک د منرال د زنځېري ارزښت څېړنه او د بغلان ولایت د سنګ کرکر او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو او سمنټو فابریکو په اجاره ورکولو د قرارداد د رپوټ په اړه بحث او خبرې وشوې.

د هغه په وینا د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د محصول د قانون د یولسمې مادې د دوهمې فقرې او لسمې مادې د تعدیل په اړه پیشنهادي طرحه تایید او پرېکړه وشوه چې د قوانینو د کمېټې له لارې د قانوني پړاونو د بشپړولو په موخه دې د کابینې ناستې ته ولېږل شي.

د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې همداراز پرېکړه وشوه، چې د تالک منرال د استخراج او پروسس په موخه دې پانګه اچوونکي وهڅول شي او د هغوی اسنادونه دې تر ارزونې وروسته داوطلبۍ ته وړاندې کړل شي.

ښاغلي عبدالرحیم زي همدا راز وویل، چې د صوتي او تصویري رسنیو د بانکي تضمین او د فعالیت د حق الامتیاز په برخه کې هم ۵۰ سلنه کموالی رامنځته شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjtdycw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته