دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۲
د مطلب کود : 97624
دپاکستان دطالبانو ترمینځ اختلافات دنوي ډلې دجوړیدا سبب شول
دپاکستان د طالبانو ډلې دمشرانو ترمینځ سخت اختلافات او داخلي جنګ دجماعت الاحرار په نوم دیوې نوي ډلې دجوړیدا سبب شو .
ایرنا خبري اژانس وايي دپاکستان دطالبانو ډلې پخوانی ویندوی احسان الله احسان چې اوس په جماعت الاحر نوي ډلې کښې شامل شوی دی ددغه هیواد له رسنیو سره په مرکه کښې وویل دطالبانو دسرغنو ترمینځ د اعتماد نشتون او دطالبانو د بیلا بیلو ډلو ترمینځ دداخلي جنګ زیاتیدل دجماعت الاحرار ډلې دجوړیدا سبب شول .
دپاکستان دطالبانو ډلې پخواني ویندوی احسان الله احسان زیاته کړه د طالبانو ډلې ډیرې سرغنې او مشران چې دطالبانو یو بنسټګر او په ملاکنډ قبایلي سیمه کښې ددغه ډلې مشر قاسم خراساني هم پکښې شامل دی له الاحرار ډلې سره یوځاې شوي او ددغه ډلې مشرۍ يې هم پرغاړه اخیستي ده .
احسان الله احسان دافغانستان دطالبانو فعالیت ته په اشارې سره وویل د جماعت الاحرار کړچار به د افغانستان دطالبانو په شان وي او دغه ډله هیڅ کله هغه کسان چې دطالبانو دسرغنو ترمینځ د اختلاف سبب شي له ځان سره نه شاملوي .
دپاکستان دطالبانو ډلې په مختلفو ډلو کښې دغه درز په داسې حال کښې رامینځته شوی دی چې ددغه ډلې غړي په شمالي وزیرستان کښې د پوځ له پراخو پوځي عملیاتو او حملو سره مخ دي .
دپاکستان طالبانو ډلې له القاعده ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه او نورو ترهګرو ډلو سره یوځاې چې ددوې ملګري ګڼل کیږي په دغه هیواد کښې په سلګونو بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې ښځې ، ماشومان، بوډاګان او حکومتي عسکر او پولیس پکښې شامل دي وژلي دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjvd1.w6de0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته