دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 106346
استعمارګرانو دطالبانو او داعش په شان ترهګر ډلې جوړې کړي دي .
دافغانستان دسیاسي مسایلو کارپیژاند وویل په سیمه کښې سرزوري تفکرات له اسلام دین څخه دناسم اخیستون او له دغه موضوع د استعمارګرانو د ناوړه استفادې نتیجه ده .
دافغانستان جهادي شخصیت او د سیاسي مسایلو کارپیژاند حاجي محمد امین فروتن له تهران راډیو سره په مرکه کښې وویل په سیمه کښې دسرزورۍ دپراختیا علت خپلو خاصو هدفونو ته درسیدا لپاره له دغو تفکراتو څخه دځینو هیوادونو ناوړه استفاده ده .
هغه وویل سرزوري کسان د اسلامي امت غړي نه دي بلکې هغوې د استعمارګرانو د ګټو ساتونکي او دامریکا او اروپايي هیوادونو عوامل دي .
دافغانستان دغه سیاسي شناند دغه راز له اسلام څخه دخلکو او هیوادونو ویرول او د سرزروۍ رامینځته کول له اسلامي مذهبونو د ناوړه استفادې لپاره دلویدیځ پروژه وبلله او جوته یې کړه سرزورۍ له اسلام دین څخه په ناسم اخیستون کښې جرړه لري او استعمارګرانو خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره دطالبانو او داعش په شان ډلې جوړې کړي دي .
دافغانستان دغه جهادي شخصیت وویل په سیمه کښې دطالبانو او داعش ډلې د سیمې دځینو جاسوسۍ ادارو ا د استعمارګرانو د ګټو دتامینولو په چوکاټ کښې رامینځته شوي دي تر هغه وخته چې دغه ترهګرې ډلې د دوې ګټې تامین کړي له هغوې استفاده کیږي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjvdyvw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته