دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 101341
افغانستان د پاکستان د پوځ دا وروستۍ تور رد کړ

افغانستان د پاکستان د پوځ دا تور رد کړ چې ګنې افغانستان پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي.
پاکستان د پوځ ويندوي پرون وويل چې د دوي د هيلې خلاف افغانستان د شمالي وزيرستان په عملياتو کې له پاکستان سره همکاري نه کوي.
تورنجنرال عاصم باجوا همدا راز وويل چې د پاکستاني طالبانو د تحريک مشران د افغانستان له کونړ او نورستان ولايتونو څخه په پاکستان کې بريدونه کوي.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفيرد پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې افغانستان په سيمه کې د تروريزم تر ټولو لوی قرباني دی.
پاکستان د جون په مياشت کې د افغانستان پولي ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړل خو باجوا وايي چې افغانستان د دوي له غوښتنې سره سره مرسته ورسره نه ده کړې.باجوا په يوه خبري غونډه کې وويل:
«موږ له افغانستانه هغسي همکاري نه ده ترلاسه کړې چې د ضرب مومن د عملياتو تر پيلولو مخکې مو توقع لرله.»
په پاکستان کې د افغانستان سفير جانان موسي زي وايي چې تروريزم د دواړو هيوادونو ګډ دښمن دی او بايد دواړه هيوادونه په ګډه ورسره مبارزه وکړي.
که څه هم په وروستيو کلونو کې پاکستان پر افغانستان تور پوري کوي چې پاکستاني طالبان يې په خاوره کې پناه اخلي خو تر دې مخکې افغانستان تل پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ، تمويل او په وسلو سمبالولو تورن کړي او ويلي يې دي چې د افغان طالبانو مشران او د مشرتابه شورا غړي د پاکستان په خاوره کې دي خو پاکستان د افغانستان تورونه ردوي.
افغانستان دغه راز پر پاکستان تور پوري کوي چې پر کونړ ولايت توغندويي بريدونه کوي چې له کبله يې په لسګونو کسان وژل شوي يا ټپيان شوي او په زرګونو نور مجبوره شوي چې کورونه پرېږدي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjydyyw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته