دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 112132
په کندهار ښار کې د انتحاریانو برید دوام لري، په جلا پېښه کې ۶ تنه ووژل شول
تاند- یو شمېر انتحاریانو نن په کندهار ښار کې همهاله ځانمرګي بریدونه وکړل چې لا هم روان دي.
راپورونه وايي چې حمله د شپې په اته بجې پیل شوه او امنیتي ځواکونه وايي چې لږ ترلږه دوه انتحاریان دا شېبه له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
د دوی په وینا لږترلږه دوو انتحاریانو د دارالمعلمین ترڅنګ په یوه کور کې مورچه نیولې ده او له هغه ځایه ډزې کوي.
د ځینو راپورونو له مخې طالبان د ودونو یوه سالون ته ننوتي دي.
تراوسه پوري د انتحاریانو دقیق شمېر او د حملې اصلي هدف څرګند نه دی.
له بلې خوا د یوې کورنۍ شپږ غړي نن په کندهار کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د طالبانو له لوري پر ښخ شوي ماین وخوت.
دا ملکیان نن ماښام ناوخته د ماین په هغه چاودنه کې ووژل شول چې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په «نیکه شېله» کې وچاودېده.
د کندهار والي دا برید وغانده. د کندهار د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم والي همایون عزیزي وویل:«د اسلام او دين دښمنان تل هڅه کوي چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي. دوى هيڅکله نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي. دوی پخپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.
زه دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ د هغو کسانو، چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfm0dy0w6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته