دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 139331
دملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰،۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۵قراردادونه منظور کړل‎
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې تير ماښام په ارګ کې ۱۵قراردادونه منظور کړل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې تير ماښام په ارګ کې د ۱۰،۷(لس میلیاردو او اوه‌سوه میلیونو) افغانیو په ارزښت ۱۵قراردادونه منظور کړل.
منظور شوې پروژې په لاندې ډول دي:
- د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه تر کندهار ولایت پورې د پنځو سب سټیشنونو اتصال،
- د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ هوايي لین، کیبل او کانډکټرونو تدارک او چمتو کول،
- د اوبو او انرژۍ وزارت د اړتیا وړ ۴۰کیبلي سب سټیشنونو لپاره د وسایلو چمتو کول او نصبول،
- د کنړ ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د اوبو برېښنا د کوچنۍ دستګاه جوړولو پروژې تمدید،
- د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۱۳کیلومتره سړک پخول،
- د کابل ښار له تایمنیو څخه تر قلعه فتح الله پورې د سړک جوړول،
- د کابل ښار د اوبو رسونې د پراختیا پروژې د لومړي او دویم فاز قرارداد،
- د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د سړک جوړولو موده غځول،
- په ۷برخو کې د کورنیو چارو وزارت د حفظ و مراقبت، برېښنا سیستم او جنراتورونو قرارداد،
- د ملي دفاع وزارت د صحیه قوماندانۍ د ۲۴قلمه درملو او د لازمي طبي توکو قرارداد،
- د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د اساسي ترمیم د تدارکاتي پروسې پيل،
- د هرات ولایت د ګمرک میدانونو کانکړیټول،
- د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست لپاره انټرنیټي خدمات،
- د لوړو زده کړو د اړتیا وړ سون‌توکو(تیل اومایع ګاز) قرارداد.
ملي تدارکاتو کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت د ۳۰کیبلي سټیشنونو د تدارک قرارداد او د فواید عامې وزارت وړاندیز چې له مخې به یې د کندهار څخه تر روزګان پورې د سړک لومړۍ او درېیمې برخې په اړه لارې چارې لټول کېږي، د لا زیاتو ارزونو په موخه ور ورګرځول شول.
کمېسیون د ملي دفاع وزارت د سون‌لرګیو د درېیمې برخې قرارداد د فسخې وړاندیز او همدارنګه له نشه‌یی توکو سره د مبارزې وزارت اړوند هلمند ولایت کې د معتادانو د کمپلکس جوړولو قرارداد کې د بیې کمول، تائید کړل.
کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د ۱۱قلمه البسوي عینیاتو قرارداد رد کړ او پرېکړه یې وکړه چې د دغې پروژې دواطلب شرکت او همدارنګه د ملي دفاع وزارت د سون لرګیو تدارک کوونکی شرکت دې د تخلف او قرارداد د نه اجرا له امله په داوطلبۍ کې له ګډون څخه د محرومیت پروسې ته معرفي شي.
په دغه غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، د ولسي او مشرانو جرګو د مالي او بودجې کمېسیونونو، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې د شفافیت ناظرینو ګډون درلود.
https://avapress.com/vdcfm1dyyw6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته