دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 89803
بابر: پاکستان باید له ټولو افغان یاغي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي
د پاکستان په مشرانو جرګه کې د اپوزسیون غړیو وویل؛ که چېرته د پاکستان حکومت اساسي قانون ته درناوی کوي؛ نو له ټولو افغان یاغي ډلې سره باید اړیکي قطع کړي.
په دې غونډه کې د جمعې په ورځ سناتور فرحت اله بابر وویل؛ د پاکستان د بهرنۍ تګلارې بنسټ د اساسي قانون پر څلرویښتمې مادې ولاړ دی او د دې مادې له مخې باید پاکستان له خپلو ګاونډیو او نورو هېوادو سره دوستانه روابط ولري او د یوه بل په چارو کې مداخله ونه کړي.
کابل او نوي ډيلي تل پر اسلام اباد تور پورې کړی دی چې؛ د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او په دغه هېواد کې یې یوه نیابتي جګړه پیل کړې ده؛ خو اسلام اباد دا تورونه ردوي او وایي چې، پاکستان په خپله د تروریزم قرباني دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmcdc.w6d1xaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته