دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 108939
د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني امریکا ته د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ په سیمه ایز وخت پرون له غرمې مخکې له جمهور رئیس بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د همکاریو د پراختیا، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، د تروریزم پرخلاف د ګډې مبارزې، د سیمه ایزو همکاریو، له افغانستان سره د امریکا د اقتصادي مرستو او د سولې د بهیر په باب بحث او خبرې اترې وکړې.
همدا راز په دغه کتنه کې د ستراتیژیکو اوږد مهالو همکاریو د موافقه لیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په چوکاټ کې د ګډو ژمنو په عملي کولو باندې ټینګار وشو.
بیا، د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د خپلو مذاکرو د نتیجو په باب یې رسنیو ته معلومات ورکړل.

جمهور رئیس اوباما جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي ته یې د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې جمهور رئیس غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل هېواد کې په سوله ایز ډول د واک لومړنی لېږد په ډیموکراتیک ډول ترسره کړ او اوس د ملي وحدت حکومت رهبري کوي چې د افغانستان د خلکو د تنوع، ژمنې او کلک هوډ منعکس کوونکی دی.

ده وویل چې له ۱۳ کلونو وروسته په افغانستان کې د امریکا محاربوي ماموریت په مسوولانه ډول پای ته ورسېد او له دې وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونه په خپل هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت مسوولیت پخپله غاړه لري. دغه ځواکونه د خپل هېواد لپاره قرباني ورکوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره لا نور هم غښتلي کیږي.
د امریکا جمهور رئیس د ملي وحدت د حکومت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د نوي فصل د پرانیستلو لپاره یو فرصت برابر کړ.

بارک اوباما له افغانستان سره د امریکا د امنیتي همکاریو پر دوام باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې موږ هڅه کوو ترڅو د افغانستان امنیتي ځواکونه و روزو، مشورې ورکړو، تمویل او تجهیز یې کړو.

جمهور رئیس اوباما څرګنده کړه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه پورې به د امریکا ۹۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

بارک اوباما وویل چې موږ د یو ځواکمن افغانستان لپاره خپلې اړیکې لا پیاوړې کوو او افغانستان باید په داسې ځای بدل نه شي چې له هغه ځایه تروریستي بریدونه ترسره شي.

ده د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په ترڅ کې وویل چې جمهور رئیس غني له پاکستان سره سولې ته د رسېدو په موخه کار کړی دی چې دا د سولې د بهیر د څارنې لپاره یوه مهمه چاره ده. افغانستان او امریکا موافقه لري چې طالبان باید خپلې اړیکې له القاعدې سره وشلوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي، د افغانستان قوانین ومني او د ښځو او لږه کیو د حقونو ملاتړ وکړي.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني به له مېرمن میشل اوباما سره په ګډه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هاند او هڅې وکړي.

جمهور رئیس اوباما په دې باندې د ټینګار په ترڅ کې چې امریکا له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي وویل چې په وروستیو کلونوکې د روغتیا او پوهنې او په نورو بېلابېلو برخوکې مهم بدلونونه رامنځته شوي دي او د امریکا حکومت هڅه کوي ترڅو خپلې مرستې د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونو له مخې دغه هېواد ته وړاندې کړي ترڅو له هغو څخه ګټورې نتیجې ترلاسه شي.

وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان له لوړ پوړي پلاوي څخه د امریکا د حکومت د مشرتابه د مېلمه پالنې او هرکلي او همدا راز له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د امریکا د متحده ایالاتو له مرستو څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ښځو د حقونو تامین ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې اوس مهال په ښوونځيو او د لوړو زده کړو په بنسټونوکې درې میلیونه نجونې د پوهې په زده کړه بوختې دي چې دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه ګڼل کیږي. ده دې ته په اشارې سره چې د افغانستان په کابینه کې په سلوکې شل سلنه ښځې شتون لري، وویل، داسې ورځ به هم راشي چې د افغانستان جمهور رئیسه به یوه ښځه وي.



ده د هېواد د امنیتي ځواکونو له سرښندنو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، زه خوښ یم چې دغه ټکی څرګندوم چې له افغانستان څخه د ۱۲۰ زرو نړیوالو ځواکونو په وتلو سره هیڅ ډول امنیتي تشه نه ده رامنځته شوې.



جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې افغانستان له تروریزم سره د مقابلې توان لري. تروریستان له اسلام څخه استازیتوب نه کوي ځکه چې اسلام هغه دین دی چې حقایقو، تمدن، همکارۍ او نیکو کارونو ته پاملرنه لري.

ده زیاته کړه چې تروریزم آزادي بښوونکي تشکلات نه دي، بلکې ورانونکې او وژونکې ډلې دي موږ باید له هغوی سره د مبارزې لپاره ګډه ژمنه ولرو.

جمهور رئیس د دغې پوښتنې په ځواب کې چې له څه ډول انتظار سره امریکا ته راغلی دی او له کومو هیلو سره بیرته افغانستان ته ځي، وویل: زموږ انتظار دا و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې او د دوامدارو همکاریو لپاره یو واضح او عملي لید لوری رامنځته شي او باید و وایم چې دغه تغییر رامنځته شوی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه: نن د امریکا دولت افغانستان خپل د باور وړ شریک او اعتبار لرونکی همکار ګڼي او د هغه هېواد لخوا ترسره شوي تعهدات د کتنې وړ دي او د ۲۰۱۷ میلادي کال لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل وړاندیز به بالاخره څلور اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته و رسیږي.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په دوام وویل چې تېره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو یو نوی چوکاټ جوړ شو چې د امریکا ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته به د اصلاحاتو د شرایطو له مخې د افغانستان د بودجې له لارې ولګول شي خو له ټولو مهمه دا چې د امنیتي همکارۍ په ډول کې انعطاف رامنځته شوی دی او دغه انعطاف زموږ د امنیتي ځواکونو او خلکو د اعتبار سبب کیږي او په عین حال کې سیمې او نړۍ ته دا ثابتوي چې دغه همکارۍ لنډمهالې او ژر تېريدونکې نه دي، بلکې دوامدارې او د اعتبار وړ دي.

په دغه خبري کنفرانس کې جمهور رئیس اوباما د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ غواړو چې افغان امنیتي ځواکونه خپل فعالیتونه د افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره د خپل هېواد د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان په رهبرۍ ترسره کړي او زموږ موخه دا ده ترڅو مطمین شو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو قوي او همیشنئ همکار یو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmcdy1w6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته