د ملي امنیت ویلی دي، منسوبینو یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال په پکتیا ولایت کې د حقاني شبکې یو مهم قوماندان نیولی ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ملي امنیت لوی ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نیول شوی قوماندان د حقاني شبکې د ۲۰ کسیزه وسله والې ډلې مشر وو.
په خبرپانه کې راغلی ، هغه کس کړی چې د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د حقانی ترهګری ډلي د ترهګریزو او ورانکارو کړنو او د دولتی کارکوونکو او قومي مشرانو ترور مسوولیت درلود
خو تر اوسه وصله والو حقاني شبکې په دې اړه څه نه دي ویلي.