دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 153137
د ناټو عمومي منشي: قطر او متحده عربي امارات افغانستان ته پوځیان لېږي

د ناټو عمومي منشي وویل چې په راتلونکو شپږو اونیو کې به په افغانستان کې هغومره بهرني پوځیان ولري چې اړتیا یې شته.

ینس سټولټنبرګ په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې له یو شمېر هېوادو سره په خبرو بوخت دی چې نور پوځیان افغانستان ته واستوي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې وروسته له څو میاشتو هلو ځلو، ناټو وتوانېده چې د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت لپاره کافي روزونکي پیدا کړي.

ینس سټولټنبرګ وویل چې هغومره بهرني پوځیان به افغانستان ته واستول شي چې هلته د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن یې هیله کوله.

نیکلسن ویلي و چې نژدې شپاړس زره نور پوځیان په‌کار دي چې ناټو د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت مخته یوسي.

د ناټو عمومي منشي اسوشيټېډ پریس اژانس ته پرون په مرکه کې وویل چې د ناټو د روزونکو شمېر به په افغانستان کې له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته زیات شي.
په دغو شپاړس زرو کې هغه ځواکونه شامل نه دي چې هغوی د ترورېزم ضد جګړه د طالبانو، داعش او نورو وسله والو پرضد په افغانستان کې مخته وړي.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې دی یو مخ ډاډه دی چې کله موږ ۲۰۱۸م کال ته داخلېږو موږ به افغانستان ته کافي پوځیان استولي وي.
د ناټو عمومي منشي وویل چې متحد عربي امارات او قطر به هم افغانستان ته پوځیان واستوي.
د ناټو عمومي منشي بیا وویل چې لا هم د ناټو یو شمېر هېوادونه او متحدان له موږ سره د نورو پوځیانو د استولو د ژمنې په حال کې دي.
د راپورونو له مخې د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټېس په وروستیو اونیو کې یو شمېر هېوادونه هڅولي دي چې افغانستان ته روزونکي ولېږي.
د ناټو عمومي منشي ټینګار وکړ چې د ناټو پوځیان به په جګړو کې برخه نه اخلي او هدف به یې د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو روزنه او د هوایي ځواکونو پیاوړي کول وي.
د ناټو عمومي منشي بیا د افغانستان وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې شخړې ډیرې دي، خو ده په ورته وخت کې وویل چې ډېر پرمختګونه هم شوي دي.
د ده په وینا افغانان اوس تر بل هر وخت د یاغیانو او طالبانو بریدونو ته ښه ځواب ورکولی شي.
سټولټنبرګ بیا وویل چې افغان ځواکونو د یاغیانو او طالبانو مخه نیولې ده او هغوی نه دي توانېدلي چې د افغانستان د کوم ولایت مرکز ونیسي.
د ناټو عمومي منشي څرګنده کړه چې د طالبانو سږ کال همدا هدف و چې لږ تر لږه د کوم ولایت مرکز ونیسي خو په دې هدف کې پاتې راغلل.
سټولټنبرګ وویل چې د افغانستان د ثبات لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې افغان ځواکونه وروزل شي او دوی د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmmdyew6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته