دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 113735
د میدان وردګو ولایت پانګوالو ته د پاملرنې غوښتنه وشوه

د میدان وردګو پانګوالو د دغه ولایت والي څخه دوی ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنې وکړې او په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د چارو پر پیل کېدو ټینګار وکړ.
لسګونو پانګوالو د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات سره د لیدنې په ترڅ کې چې پرون یکشنبه د ولایت په مقام کې ترسره شوه،غوښتنه وکړه،چې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل کړي او په همدې ترڅ کې دوی ته ځانګړې پاملرنه وشي .
د دغه ولایت د پانګوالو مشر خلیل امرخیل وویل په دغه ولایت کې لسګونه پانګوال چمتو دي، تر څو د دغه ولایت په صنعتي پارک کې پانګونه وکړي او ګڼ شمېر فابریکې جوړي کړي،چې په ترڅ کې به د دغه ولایت سلګونه اوسیدونکو ته کاري زمینه هم برابره شي .
دوی زیاته کړه، د شاوخوا دوه کلونو په ترڅ کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوې خو لا هم د پانګوالو د ملاتړ ادارې له لورې پرې عملي کار نه دی ترسره شوی او وخت په وخت دغه چاره د خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات له پانګوالو څخه مننه وکړه،چې ستونزې یې له نوموړی سره شریکې کړې .
ده زیاته کړه، په دیموکراتیک نظام کې پانګوال څلورمه قوه ګڼل کیږي او له همدې امله په نظام کې مهم رول لري او ولایتي اداره به د نورو برخو ترڅنګ پانګوالو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو والي وویل هڅه به وکړي ،چې د پانګوالو له لارې د دغه ولایت د اوسیدونکو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راولي او د دغه چارې د بریالیتوب په موخه به هر ډول قانوني زمینې برابره کړي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmmdytw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته