دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 115436
الکټرونيکي تذکرې د تخنیکي ستونزو له امله د زمري په ۲۸مه نه وېشل کيږي
الکټرونيکي تذکرې به د زمري په اته ويشتمه نه وېشل کيږي. دا خبره د ارګ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس اسرار احمد کريمزي آزادي راډیو ته د خبرو پر مهال کړې.

له دې مخکې پرون له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي وو چې ولسمشر ويلي چې په امتحاني توګه د الکټرونيکي تذکرو توزيع به تخنيکي ستونزې په ګوته کړي او ټينګار يې وکړ چې د بريښنايي تذکرو د امتحاني وېش پړاو دې پيل شي.

د ارګ د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریيس اسرار احمد کريمزي په وينا؛ د تخنيکي ستونزو له کبله اوس سم وخت نه دی چې دا تذکرې دې ووېشل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmtdyvw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته