د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی :
دوی وايي چې حکومت په کمیسیون سیاسي فشارونه زیات کړي او نه غواړي چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي غړي له ډېرو ناندریو او د وخت له ضایع کېدو وروسته کابو دوې میاشتې مخکې وټاکل شول. اوس د دغه کمیسیون په چارو نیوکې مخ په زیاتېدو دي. د افغانستان د شفافو ټاکنو د څار بنسټ وايي چې کمیسیون تر اوسه لومړني کارونه هم نه دي کړي.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ویانده صغرا سادات وايي: “دا چې د ټاکنو د کميسيون نوي غړي د ټاکنو په کميسيونونو کې ميراث لري، په فساد تورن ارګانونه وو، خو بيا هم له دې کميسيونونو څخه خلکو او مدني ټولنو لوړې هيلې لرلې.”
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا رییس نعيم ايوب زاده وايي چې د سمون له پارهپه کمیسیون کې کافي سرچينې نشته او د حکومت پر سیاسي فشارونو سربېره د نړیوالو مالي او تخنیکي ملاتړ هم نامعلوم دی.
ټیفا د ټاکنو په خپلواک کمیسیون غږ کوي چې ژر تر ژره د رایو ورکوونکو نوملړ جوړ کړي او د رایو د مرکزونو د امنیت په هکله خپلې ارزونې بشپړې او له خلکو سره یې شریکې کړي.