دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 106139
زابل کې ترافیکي پېښې ۳۰ کسان وژلي ۲۵ ټپیان دي
د کابل، کندهار د لويي لاري په اوږدو کي د يوه ۳۰۳ بس موټر او ټرالر موټر تر منځ د ټکر په پايله کي ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې د زابل مرکز کلات ته نژدې د کاکړانو چينې په سیمه کي شوې ده.
د زابل ولایت د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وايي، چي د ټکر په پايله کي ۳۰ مساپر وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
نوموړي زياته کړه، چي بس موټر د ټونیس پیما نومي ټرانسپورټي شرکت اړوند دی او په اړه يې د پلټنو خبر ورکړ.
دوې ورځي وړاندي هم د زابل په اړوند مانده سیمه کي ورته ترافيکي پېښه رامنځته شوې وه او پر مهال يې اته مساپر ټپیان شوي وو.
وړمه ورځ د میدان وردګو چک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان وژل شوي وو.‌
د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر په وینا، پېښه د تېرې دوشنبې ورځې په ماښام د چک ولسوالۍ برېښنا بند ته څېرمه د غني خېلو په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه،‌ چې د چک برېښنا بن د لویې ویالې له پله نه کرولا ډوله موټر لویې ویالې ته ولوېد.
په وژل شویو کې د یوې مېرمنې په ګډون پنځه کسان د چک ولسوالۍ او یو یې د سید آباد ولسوالۍ اوسېدونکی و.‌
د ځینو شمېرو له مخې،‌ یوازې په ۲۰۱۳ کال کابل کې تر پنځو زرو ډېرې ترافیکي پې‍ښې شوې،‌ چې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړی او نژدې پنځه زره نور ټپیان شوي.‌
بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د نشه يي توکو کارول ددې خونړیو پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د موټرو د تګ راتګ اکثره لارې یې معیاري نه دي او ترافیکي قوانین په کې نه مراعاتېږي.
افغانستان په نړۍ کې پنځه هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.
د یوې مخکینۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرې له مخې، په یاد کال کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmvdy1w6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته