دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 156134
امریکا د پاکستان د همکاریو د ځنډولو ادعاگانې رد کړي

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پاکستان هغه ادعاگانې ردکړیدي چې وایي د امریکا سره یې پوځي او استخباراتي همکاري ځنډولې ده.

د سفارت ویاند رچرډ سنیلسر امریکا غږ ته ویلي "مونږ ته د دغو همکاریو د ځنډیډو په هکله رسمي وینا نده شوي."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیرخان د سه شنبې په ورځ ویلي و چې پاکستان د امریکا سره خپله استخباراتي همکارۍ ځنډولې ده. ښاغلي دستګیرخان دا خبره په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې کړي وه.

هغه وویل چې د استخباراتي او دفاعي همکاریو زیاتره برخه یې ځنډولې ده خو زیاته یې کړه چې "په افغانستان کې د ناټو عسکرو ته د امکالاتو لاره یې نده تړلې."

پنټاگان د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوي پاکستان ته څرگند پېغام ورکړی چې د ترهگرو په ضد پیاوړي اقدامات وکړي نو امریکا به ورته د ملیونونو ډالرو مرستې بیا ازادې کړي. دا وخت امریکا پاکستان ته خپلې ټولې امنیت‏ي مرستې تړلي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په ٢٠١١ کال کې د ناټو د اکمالاتو لاره د هغې نه وروسته بنده کړي وه چې د ناټو د ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې ٢٥ تنه پاکستاني عسکر ووژل شول. ناټو ویلي و چې دغه بمباري یې په غلطۍ کړیده.

د پاکستان او امریکا اړیکې تر هغې وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره د تگلارې اعلان وکړ. ولسمشر ټرمپ پاکستان ته په څرگنده توگه وویل چې د ترهگرو ملاتړ بند کړي. پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvdyjw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته