دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۲
د مطلب کود : 136433
د آیت الله رفسنجانی د جمعی د لمانځی خطبی او افغانستانی اوریدونکو تیر یادونه
د آیت الله هاشمی رفسنجانی مړینه د نړی د ډیرو خلګو لپاره تکان ورکوونکی، تاسف لرونکی او غم برانګیزه وو. ښاغلی رفسنجانی داچی یو مبارز فقیه او مسلم مجتهد وو د ټول اسلام نړی پوری اړه لری، د اسلام نړۍ هم د هغه مړینه یو لویه ضایعه وبلل.

که څه هم مرحوم رفسنجانی د داسی علمی او فقهی او منزلت څخه برخمن دی چی یو سیاسی او دینی څیړونکی میاشتونه او حتی کلونه د هغه د ارزشمنده آثارو په اړه څیړنه وکړی او یو څه ځینی استخراج کړی او د ځوان نسل اختیار ته ورکړی، خو په دی ځای کی یو څه هڅه ترسره کیږی چی ددی لوی شخصیت په اړه یو څه وویل سی تر څو د هغه دینی او ارزشمنده خدماتو ته کتنه وسی.

د ښاغلی رفسنجانی شخصیت د څو منظرو څخه د توجه او تحلیل وړ دی. یو دا چی هغه یو انقلابی او مبارز شخصیت وو چی یو ځوان د ایران شاهی رژیم په وړاندی د مبارزی خدمت لپاره قرار ورکړ، کلونه کلونه د هغه رژیم بندیخانو رنجونه یی تحمل کړ او هیڅ وخت ګام یی شاته نه کړ.

دوهمه نکته د رفسنجانی په ژوند کی دادی چی هغه، د امام خمینی د یارانو او نهضت کوونکی څخه وو. هغه اظهارات چی د ځینو ایرانی صاحب نظرانو له خوا سوی دی شکاره کوی چی ښاغلی رفسنجانی اضافه پردی چی د امام خمینی د نهضت یا غورځنګ په وخت کی دهغه د یارانو او همراهانو څخه وو د انقلاب وروسته هم و امام خمینی ته معتمد پاته سو او همیشه د هغه توجه وړ هم وو. د اضطرار په حالت کی د امام خمینی د هغه سره د مشورت لامل ګرځیدی.

مرحوم ښاغلی رفسنجانی په هغه یادونو کی چی د هغه څخه پاته دی د هغه او د امام ترمنځ د اعتماد څخه ډیر خبری سوی دی. یو دهغه څیزونو څخه چی ډیر برجسته دی د ۵۹۸ قطع نامی قبلونه د امام خمینی په واسطه په ۱۳۶۷ کی دی.

په دی برخه کی مرحوم رفسنجانی د نامطلوب شرایطو څخه چی جنګ پر ایران باندی تحمیلوله خبری کوی، دا چی که جنګ ادامه پیدا کړی کوم مصیبتونه به پر ایران وارد کړی، د سختو شرایطو رامنځته کیدنه ددی باعث سو چی د امام خمینی د نږدی کسانو څخه هغه قدم مخته کړی او سخت شرایط امام ته ووایی په نتیجه کی معروف قطع نامه د قبلونی وړ وګرځیدۍ او پر ایران باندی تحمیل سوی جنګ خاتمه پیدا کړی.

په دی اړه کولای سو د ښاغلی رفسنجانی د یادونو څخه ولیکو تر څو د امام د آخر عمر پوری، همدارنګه د هغه د اعتماد وړ وو هغه په دی دلیل چی هغه یو صادقانه او مخلصانه شخص د مبارزی په میدان کی وو او د شاه د رژیم په وړاندی قرار درلودی.

د ښاغلی رفسنجانی د ژوند بل بخش د اسلامی انقلاب د بریالی کیدو وروسته شکاره سو. ښاغلی رفسنجانی اضافه پردی چی یو انقلابی شخص وو د انقلاب وروسته یو سیاست مدار هم وو او په بین المللی مسایلو کی شکاره سو. او هغه بی له شکه د سیاست د استوانو څخه د انقلاب وروسته په ایران کی وو چی وکولای سوای ایران د بیلابیلو بحرانو څخه د انقلاب په اوله لسیزه کی په سلامتی سره تیر کړی.

څیړونکی د ۶۰ لمریز لسیزی څخه ایران ته مهاجرت وکړ د جمعی په ورځی د جمعی لمانځه ته تلل او په غه ځای کی د ښاغلی رفسنجانی خطبی اوریدلی. دا خطبی دومره هیله ورکوونکی وو چی هر شخص چی هغه خطبی اوریدی په آرامه او امیدواره زړه د جمعی لمانځه څخه دباندی راتلل تر بل جمعه پوری چی یو تحلیل صورت نیوی په آرامه زړه ژوند تیروي.

د ښاغلی رفسنجانی خطبو ته د تهران د جمعی لمانځو ته تلل د ډیرو افغانستانی مهاجرینو لپاره چی په تهران کی ژوند کوی ډیر شادی بخشه او خوند ورکوونکی وو هم ددی له مخی چی نوی خطبی په کی اوریدی او هم د اسلام نړی څخه مطلع کیدۍ او هم د ښایسته تحلیلونو، شور آفرینو او الهام بخشه خبرو څخه خوند اخیستی چی ښاغلی رفسنجانی کولی.

دریم نکته چی کولای سو د ښاغلی رفسنجانی په اړه ووایو هغه دادی چی هغه نه یواځی یو انقلابی او یو سیاست مداره وو هغه په  بین المللی مسایلو کی یو څیړونکی وو هغه یو روحانی او باسواده او با فکره هم وو.

که څه هم په آخرو کلو کی هغه ته د آیت الله نوم هغه ته ورکړل سو خو هغه په همغه ۶۰ کال لسیزه کی چی په اسلام کی د اجتماعی عدالت څخه خبری کولی او شکاره کولی چی پر اسلامی مسایلو باندی په پوره توګه تسلط لری، هغه څه چی په ژبه جاری کوله د اسلامی اصولو او فقه علم او قرآنی دینی ژبی باندی د تسلط او فکر څخه دی.

  په همدی اساس دا دری خاصیتونه چی باعث سوی وو چی رفسنجانی د یو تاثیر ګزار شخص په توګه یواځی په ایران کی نه بلکی په ټول منطقه کی وپیژندل سی او د ډیرو خلګو لپاره د یو ښه الګو په توګه وپیژندل سی. حتی په دی آخرو وختو کی چی د هغه اجرایی نقش کمرنګه سوی دی بیا هم داسی ګمان نه کیدۍ چی د هغه راهبردی فکرونه د بین المللی مسایلو کی د ایرانی سیاست مدارانو په نظر پس پاته سوی وی. حتی داسی ویل کیږی چی د ښاغلی روحانی څخه او دهغه د تجربو څخه د امریکا سره د مذاکری او د هسته ای پروندو په حل او فصل کی هم ډیر ګټه اخیستل سوی دی.

په آخر کی دا نکتی ته باید اشاره وسی چی که څه هم په ایران کی د سیاست په برخه کی نوی تحلیل کوونکی ظهور کړی دی او ظهور به وکړی، خو د ښاغلی رفسنجانی نقش به د ایران په اخیر نیم پیړی تاریخ کی هم همداسی شکاره وی، داسی ګمان نه کیږی چی د اسلامی انقلاب وروسته تحلیلونه او فهم د رفسنجانی د فکرونو څخه ممکن وی.

روح یی ښاد وی
https://avapress.com/vdcfmvdymw6dmja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته