دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 126830
د کابل ځانمرګي برید؛ له لسو تنو څخه یې ژوند واخیست
د هیواد کورونیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د کابل لویځ د کمپینو شاوخوا سیمه کې د دولتی مامورینو په یو موټر چاودنه شوې چې له امله یې لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د هیواد کورونیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د کابل لویځ د کمپینو شاوخوا سیمه کې د دولتی مامورینو په یو موټر چاودنه شوې چې له امله یې لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش له ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي دغه برید د میدان ورګو ولایت د استیناف محکمې کارکوونکي په موټر باندې ترسره شوی.

هغه زیاته کړې چې برید کوونکي چاودېدونکي توکي په خپل ځان کې ځای پرځای کړی وو او هغه مهال ورته چاودنه ورکړه چې د میدان ورګ د استیناف محکمې کارونکو موټر له هغه ځای څخه تېرېده.

د نوموړي په وینا، په دغه پیښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یاده پیښه ( اته بچې ) د کمپنۍ سیمې شاوخوا کې رامنتځته شوې.

دهیواد عدلي او قضايي چارواکي په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له څو میاشتو راهیسې د میدان وردګو ولایت د استیناف محمکې په کارکووکو باندې دغه برید بې ساری ګنل شوی دی.

کمپنۍ د کابل ښار پنځمې حوزې پورې اړوند سیمه ده او ویل شوې چې ډیری د میدان ورګو ولایت دولتی مامورین پلازموینې کابل ته له دغې سیمې څخه تګ را تګ کوي.

تر دې دمه کوم کس یا کومه ډله د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو د ورته بریدونو ډيری پړه طالبانو پر خپلو اوږد اخیستې.

میدان وردګ د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري او د تیرو څو کلونو په اوږدو کې د افغانستان یو له نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي.


https://avapress.com/vdcfmvdyxw6d0ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته