دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 150130
پنتاګون: افغانستان ته نور درې زره امریکايي پوځیان لېږو
د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس وايي، دغه هېواد درې زره تازه دم پوځیان افغانستان ته استوي.

د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی،د امریکا ولسمشر نږدې میاشت مخکې د افغانستان او سیمې په هکله ستراتیژي ډاګیزولو کې له افغانستان د ځواکونو اېستلو سره مخالفت وکړ.
هغه وویل، داسې تشه رامنځ ته کېدل نه غواړي چې وسلوال یې ډکه کړي.
ډونلډ ټرمپ د شنونکو د هیلې خلاف هغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې افغان شرایطو ته په کتو به د امریکايي ځواکونو شمېر ټاکل کېږي.

https://avapress.com/vdcfmxdyxw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته