دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۱:۱۳
د مطلب کود : 100630
جمهوررئیس احمدزی: په ترکیه کې د اقتصادي اصلاحاتو له پروګرامونو څخه به په افغانستان کې هم استفاده وکړو
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: هغه اصلاحات چې د ښاغلي اردوغان د نوښتګر سیاست له امله په ترکیه کې رامنځته شوي له هغو څخه به په افغانستان کې هم استفاده وکړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل: موږ په نننۍ کتنه کې د اسلامي نړۍ د اوسني حالت او په هغه کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت او د پیاوړي اقتصاد په رامنځته کولوکې د ترکیې هېواد د رول،د آسیا د زړه د بهیر او د استانبول د درې اړخیزو ناستو د پروسې د بیا پیل کېدو او د ترکمنستان له لارې له ترکیې سره د افغانستان د نښلولو په اړه خبرې وکړې.
ده زیاته کړه: ترکیه به د ایکو سازمان په چوکاټ کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو او د هوایي ترانسپورت د پراختیا په لاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي او همدا راز ترکیه غواړي په کابل کې د علي آباد روغتون په یو سمبال طبي مرکز بدل او په کابل کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم یو پوهنتون جوړکړي.
د افغانستان جمهور رئیس په سیمه کې د سولې او ثبات د فضا د رامنځته کېدو په لاره کې د ترکیې د رغنده رول هرکلی وکړ، وې ویل: د افغانستان او ترکیې ترمنځ له پیړیو را په دیخوا نیکې اړیکې موجودې وې او دغه اړیکې د ۲۱ پیړۍ په پیل کېدو سره په نوي فصل کې پیل شوې.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په پوځي او اقتصادي برخه کې د ترکیې هېواد مرستې او همکارۍ وستایلې، وې ویل: نن موږ د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوامدارو ستراتیژیکو همکاریو یوموافقه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کرنې، کانونو د استخراج او د ودانولو چارو لپاره د دواړو هېوادونو د وزیرانو په کچه کمیسیونونه جوړ او چارې به په ښه ډول تنظیم او په کال کې یو ځل به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو ترمنځ کاري ناستې دوام ومومي.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د ترکیې په رامنځته کېدوکې د افغانستان رول ارزښتناک وباله، وې ویل: افغانستان په تېر مهال کې له ترکيې سره نیکې اړیکې لرلې دي او دا ایجابوي چې ترکیه د افغانستان ترڅنګ ودریږي او موږ دا ډاډ درکوو چې ترکیه به د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي او د افغانستان له خلکو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ترکیې جمهور رئیس وویل: د استانبول پروسه چې زموږ په نوښت پیل شوې وه هغې ته به دوام ورکړو او له پولې څخه د تروریستانو د را تېرېدو د مخنیوي په لاره کې پاکستان حیاتي رول لوبولی شي.
ده همدا راز وویل د اقتصادي اصلاحاتو کوم پروګرام چې په ترکیه کې عملي شو او ښه نتیجه ورڅخه ترلاسه شوه، په افغانستان کې به هم د هغه د عملي کېدو لپاره همکاري وکړي چې دلته به هم د دغه پروګرام تطبیق ښه پایله له ځان سره ولري.
ښاغلي اردغان له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي، فرهنګي، سوداګریزو او پوځي همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې ډیر ژر به په افغانستان کې د مولانا محمد بلخي یادګاري څلی جوړ کړي.
د ترکیې جمهور رئیس همدا راز وویل، زه افغانستان ته په خپل دغه سفرکې د افغانستان او ترکيې ترمنځ دوستي او همکاري په څرګند ډول اعلانوم او موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابیلو برخوکې پراختیا و مومي او د افغانستان زراعتي محصولات د ترکیې بازارونو ته لاره پیدا کړي.
همدا راز د نننۍ کتنې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي لخوا دترکیې جمهور رئیس ښاغلي رجب طیب اردوغان ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmxdyxw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته