د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس دخبر له مخی، د هلمند ولایت د والي دفترخپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، د افغان هوايې ځواکونو په هوايې بریدونو کې د ۴۵ تنه وسلهوالو طالبانو وژل شوی دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د ا فغان امنیتی ځواکونو دا عملیات لښکرګاه ښار ته نېږدې په بولان او سپينه کوټه سیمه کې ترسره شوي.
خبر پانه وایی، په دې عملیاتو کې د ۲۹ تنو نورو طالب وسلهوالو ټپيان شوی دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دوه ورځ له مخی هم د لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې ۲۲ طالب وسلهوال وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
خو وسله والو طالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.