دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 89515
په کندز ولایت کې ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي
د کندز امنیتي مسوولین وایي چې؛ سیمه ییزو پولیسو تیره شپه له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې شپږ تنه وسله وال مخالفین وژلي او دوه یې نیولي دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني آزادي راډیو ته وویل چې؛ تېره شپه وسله والو مخالفینو په توبره کش سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته حمله وکړه چې؛ په پای کې جګړه پیل شوه او اوه ساعته یې دوام وکړ.
هغه وایي چې، په دې جګړه کې د طالبانو د یو پوځي مشر په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي او سیمه ییزو پولیسو او ملکي خلکو ته په کې تاوان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfttdc.w6d1yaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته