د جمهور رئیس د ځانګړې کوډ څخه د جلریزې ولسوالۍ د پېښې ملکي او نظامي قربانیانو ته د جمهور رئیس د ځآنګړې کوډ څخه شهیدانو کورنیو ته ۱۰۰ ، سل زره او ټپیانو ته ۵۰ پنځوس زره افغانۍ مرسته پیل شوه .
په همدې موخه د میدان وردګو په ولایت مقام کې نن (سې شنبه) غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د جمهور رئیس ارشد سلاکار اسدالله وفا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي او یو شمېر نورو برخه اخیستې وه.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د جمهور رئیس څخه مننه وکړه،چې د یادې پېښې قربانیانو ته یې د ځآنګړې کوډ څخه مرسته ځانګړې کړې او د نوموړی د ځانګړې پلاوی،چې مشري د هغه ارشد سلاکار اسدالله وفا کوي،برابره کړې ده.
نوموړی زیاته کړه، یاده پېښه په بېلابېلو برخو کې څېړل شوي او معلومات هم د مرکزي ادارو سره شریک شوي او هیله یې څرګنده کړه،چې په راتلوونکې کې ورته پېښې په دغه ولایت کې رامنځته نشي .
ده جمهور رئیس ارشد سلاکار اسدالله وفا د دغه ناستې په ترڅ کې د شهیدانو کورنیو ته د جمهور رئیس د تسلیت مراتب وړاندې کړل او همدا راز یې ټپیانو ته د دعا هیله وکړه.
ده وویل د جلریز په پېښه کې شاوخوا ۳۰ تنه ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او له همدې امله جمهور رئیس له لورې هر شهید کورنۍ ته د مرستې په توګه ۱۰۰ زره افغانۍ ورکوي او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ ورکوي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)