دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۱۶
د مطلب کود : 136659
د بهرنيو چارو وزارت:

د کوچي خبرې بې بنسټه دي

د کوچي خبرې بې بنسټه دي
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې د افغانستان د سفیر او د ولسمشر د کاکا وروستۍ څرګندونې له واقعیت څخه لرې او د هغه شخصي نظر ګڼي. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قیوم کوچي وروستۍ څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست ښکارندويي نه کوي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : قیوم کوچي ویلي چې د افغانستان زیاتره نشه يي توکي د تاجکي مافیا لخوا قاچاق کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مسولین وايي چې اتیا په سلو کې سفیران د روابطو له مخې ټاکل شوې او له عیاشیو پرته نور په دیپلوماسۍ نه پوهېږي.

د نشه يي توکو د قاچاق په هکله په مسکو کې د افغانستان د سفیر قیوم کوچې څرګندونو د کابل او تاجکستان اړیکو ته ټکان ورکړی دی. قیوم کوچي ویلي چې د افغانستان زیاتره نشه يي توکو د تاجکستاني مافیا او قاچاق وړونکو له خوا روسیې ته لېږدول کېږي.

په مسکو کې د افغانستان سفیر قیوم کوچی وايي: “نشه يي توکي په افغانستان کې کرل کېږي، خو تر شا يې د تاجکستان مافيآ لاس لري، له بېلابېلو سرچينو خبر يم، تاجکستان يو وړوکی هېواد دی، پنځه ميليونه نفوس لري، په دې ۵ميليونه نفوس کې يې هم يو ميليون روسان دي چې فرهنګ يې هم روسي فرهنګ دی او رسمي ژبه يې هم روسي ده، دوی حق نه لري چې په خپله ژبه ليکل وکړي. ان د دري او عربي الفبا نه لري او بله دا چې هلته مافيا هم ډېره فعال ده.”

د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې قیوم کوچي له واقعیت څخه لرې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا د قیوم کوچي شخصي نظر دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند خیرالله آزاد وايي: “د کوچي ليدلوری د هغه خپل شخصي نظر دی او د افغانستان د بهرنيو اړيکو بيانوونکی نه دی.”

ویل کېږي چې د ملي یووالي د حکومت په ترکیب کې یوویشت سفیران د ولسمشر له خوا مقرر شوي او پاتې نور د ملي یووالي د حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو له خوا مقرر شوي دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي:”زموږ اتیا په سلو کې سفيران د اړيکو له مخې ټاکل شوي دي چې هېڅ په ديپلوماتيکو اړيکو نه پوهېږي او هغوی له ميلو چړچو او د تورو هندارو لرونکو موټرو پرته بل کار نه لري.”

د نړیوالو اړیکو کارپوه احمد شکېب منتظري وايي: “ډېری ستونزې چې موږ ورسره لاس او ګرېوان يو، له نورې نړۍ سره له نافکره او ناسنجيده خبرو څخه دي.”

د قیوم کوچي له څرګندونو وروسته تاجکستان په دوشنبه کې د افغانستان سفیر احضار کړ او له هغه یې د قیوم کوچي د څرګندونو په هکله د توضیحاتو غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcftvdy1w6dmva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته