دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 126957
طالبانو په بغلان کې د ملکي کسانو کورونه سوځولي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، چې طالبانو يې کورونه سوځلي دي او طالبان له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې له دغو کورونو د مورچل په توګه ګټنه کوي.

 طالبانو په بغلان کې د ملکي کسانو کورونه سوځولي.

طالبان له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې له دغو کورونو د مورچل په توګه ګټنه کوي.

هغه څه چې د بشر حقونو د کمیسیون له غبرګون سره مخ شوي.

دغه کمیسسیون وايي د طالبانو داشان کارونه د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې طالبانو يې کورونه سوځلي دي او طالبان له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې له دغو کورونو د مورچل په توګه ګټنه کوي.

د طالبانو له لورې دکورونو سوځول د بشري حقونو کمیسسیون له غبرګون سره مخ شوی دی،

دغه کمیسسیون وايي د طالبانو داشان کارونه د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

په دې وروستیو د بغلان مرکزي سیمه د سختو جګړو او تاوتریخوالي شاهد وو. د دغه ولایت پولیسو په وینا، ۱۳۰د طالبانو دوژلو او ۳۵ نورو ټپیانو خبر ورکوي.

همدا راز رپوټونه وايي چې ۲۰ کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د طالبانو له لورې د بشري حقونو کمیسیون ښکاره نقض په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د هیواد په کندز، بغلان، سرپل، فاریاب، غزنی او هلمند ولایتونو کې جګړې دوام لري.

د هلمند ولایت ناد علي او نهر سراج ولسوالې تیره شپه هم دطالبانوسره د خونړیو جګړو شاهده وو.

بشري حقونو کمیسیون،ملګري ملتونه او افغان حکومت څو ځلي د د بشر ي قوانینو باندې تورن کړي دي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت طالبانو ته خبرداری ورکوي که چیري د سولې له بهیر سره یوځای نشي، د جګړې په ډګرونو کې به په نښه شي.

اشتون کارتر ټينګار کوي امریکا به د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاټړ ته دوام ورکړي.

له دي سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د طالبانو د نوی مشر ملا هبت الله آخند زاده نوم د امریکا په تور نوم لړ کې ندی او ښه به وي چې له همدا اوسه د سولي له خبرو سره یوځای شي.

همدا راز ناټو خبرداری ورکوي چې "طالبانو لپاره له سولې پرته بل لار؛ د جګړې په ډګرونو کې پریکنده ماتې ده."

مولوی هیبت الله اخندزاده؛ نااشنا څېره چې یوه ستونزمن وخت کې یې د طالبانو مشري واخیسته. اوس دوه ټاکنې لري.

سوله یا جګړه؟

دی ښه پوهېږي چې ملا اختر منصور له دې امله وژل شوی چې جګړه یې ښه ګڼله او سوله یې رد کړې وه.

 
https://avapress.com/vdcftvdyew6d01a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته