دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 126155
د ننګرهار په ځانمرګي برید کې اته تنه وژل شوي او دیرش نور ټپیان دي
هیواد ختیځ ننګرهار ولایت څخه رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي پآڅون په مرکز باندې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې اته تنه وژل شوي او دریرش نور ټپیان دي.

هیواد ختیځ ننګرهار ولایت څخه رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي پآڅون په مرکز باندې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې اته تنه وژل شوي او دریرش نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی د پیښې پخلی کړی او ویلي چې پیښه مازدیګر پنځه نیمې بجې را منځته شوې او په دې برید کې اته تنه وژل شوي او نږدې دیرش تنه ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا، یاده ولسوالۍ کې دغه برید د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان دهقان باندې شوی.

ننګر هار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د طالبانو بریدونو، ځانمرګو بریدونو او سړي تښتوونکو د پیښو شاهد دی.

 
https://avapress.com/vdcftvdytw6d0ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته