دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 130051
مجاهدین؛ اوسنی وضعیت او راتلونکی تحولات

عطا محمد نور؛ دبلخ ولایت سرپرست تیر ورځ دشمالی ولایتونو دمشرانو سره پرمختلف موضوعاتو خبری وکړ.
ښاغلی نورپه دا کتنه کی دافغانستان د اسلامی حزب دآیندی دبرنامو او اهدافو په باره کی خبری کړی او ویلی دی چی خلګ هم ددا اهدافو څخه رضایت ښودلی دی.
په دا مجلس کی ځینی سیاسی رهبران او نمایندګان هم شتون درلود.
ویل کیږی چی دا مجلس په چاریکارو او جبل السراج کی ترسره شوی دی.
وروسته دهغه مشکلاتو چی د رییس جمهور غنی او عبدالله عبدالله ترمنځ منځته راغلی دی؛ اجرایی رئیس او د حزب اسلامی مشران تر اوسه څو واری په مختلفو ولایتونو کی مشورتی جلسی جوړی کړی دی.
ښاغلی نور په دا مجلس کی د اصلاحاتو او همګرایی ډلی ټول غوښتنی چی د رئیس جمهور سره شریک کړی و، بیان کړی دی.
او هغه دهیواد د سیاسی وضعیت په اړه ویلی دی چی دسیاسی وضعیت دخرابیدو په صورت کی هر ډول شرایطو ته چمتو والی لرو.
کارپوهانو ویلی دی چی دا ډول جلسی په حساسو وختونو کی صورت نیسی او حتمآ درئیس جمهور او عبدالله عبدالله د مشکلاتو سره آړیکی لری.
عطا محمد نور د ۹۳ کال د انتخاباتوپه شخړو کی د عبدالله ډیر مهم سیاسی حمایت کوونکی بلل کیږی.
دوی دواړه د افغانستان دجمعیت اسلامی دحزب ډیر قدرتمنده اشخاص بلل کیږی عطا محمد نور د اشرف غنی، د هغه دسیاسی او انتخاباتی ډلی په مقابل کی ډیر کارونه کړی دی.
په دی اساس، د کارپوهانو په عقیده، د هغه اخری لیدنه د جهادی رهبرانو سره او نور با نفوذه سیاسی ډلو سره په شمال کی د هغه موضوعاتو په تفسیر سره ویلای سو: ښاغلی عبدالله غواړی چی خپل ژور سیاسی اختلافات د اشرف غنی سره رسنیزه کړی او ددی لپاره یی په سپیدار ماڼی کی جلسه دایره کړه او ښاغلی نور هم ددی مجلس اصلی غړی و.
ځینی کارپوهان د ښاغلی نور ددا خبروڅخه داسی نتیجه اخلی چی د وضعیت په خرابیدو سره دوی پوره آمادګی لری او دا جلسی دا معنی ورکوی چی د مجاهدینو اصلی رهبران په دا صحنه کی پوره ویښتیا لری.
ددی ډلی کارپوهانو له نظره په حساسو شرایطو کی مجاهدین باید په ټول قدرت،امکانات او اقتدار سره په صحنه کی حضور ولری او دهر ډول حادثاتو لپاره چی په هیواد کی منځ ته راځی آمادګی ولری.
اوسنی وضعیت په هیواد کی بیله کوم پنهانکاریو ناپایدار او بحرانی دی.
افغانستان د شمال څخه تر جنوبه او د ختیځ څخه تر لویدیځه د تروریستی ډلو تر حملو لاندی راغلی دی او د مجاهدینو درهبرانو هغه ساحی چی ددوی تر نفوذ لاندی دی نا امنه سوی دی.
دا ټول وژنی او جنګونه په هیواد کی تکان ورکونکی دی او دا لازم دی چی مجاهدین باید دهر تحول او تغیر لپاره آماده وی.
په کابل کی هم اختلافاتونه د هیواد ددوو رهبرانو ترمنځ او دوحدت ملی دحکومت په ساختار کی بی نظمیانی منځ ته راغلی دی وضعیت سم نه دی چی په آسانی سره د هغه څخه تیر سو.
په اوسنی حال کی ددا وضعیت د تیریدو لپاره مذاکرات دحکومت د رهبرانو ترمنځ جریان لری؛ مګر کارپوهان وایی چی دا به ډیر مشکل وی چی دحکومت رهبران و کوم مثبت نتیجه ته ورسیږی.
په داسی حال کی چی د حامد کرزی او دهغه د متحدانو فشارونه د انتخاباتو د ژیر منځته راتلولپاره وضعیت د وړاندوینی لپاره ډیر سخت کړی دی.
بنا پردی د تحلیلګرانو په عقیده د مجاهدینو فعال رول په اوسنی شرایطو کی ډیر مهم دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftxdyyw6dmxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته