دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 90216
د پاکستان پوځ د افغانستان سرحد ته نژدې د وسله والو پر پټن ځایونو هوایي بریدونه کړي دي.
دا په تیرو دوو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د طالبانو پر ضد هوایي برید کیږي.
د پاکستان پوځ وایي، دا حملې د هغو بریدونو په ځواب کې شوې دي چې په وروستیو کې په اسلام اباد او پیښور کې د پولیسو او ملکیانو پرضد وشول.
رویټرز اژانس د یوه جګپوړي پاکستاني پوځي چارواکي په وینا په پیښورکې وایي، پاکستاني پوځیانو نن لومړی د مځکې له لارې عملیات پیل کړل او بیا یې هوایي بریدونه وکړل.
یوه بل پوځي چارواکي وویل، چې په دې عملیاتو کې لږ تر لږه پنځلس وسله وال وژل شوې دي، خو تر اوسه رسما دغه شمیره نه ده تایید شوې.
پاکستاني طالبانو تیره اونۍ له اسلام اباد وروسته تر څلویښت ورځو اوربند مات کړ، خو څرګنده یې کړه چې د سولې خبرې به له سره شروع کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfv0d1.w6dxyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته