دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 108867
د پېښې پر مهال بېړنۍ مرستې رسولو د پوهاوي په موخه تمثیل ترسره شو
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د پېښې د رامنځته کیدو پر مهال د ښې مرستې رسونې او درملنې په اړه د پوهاوي په موخه تمثیل ترسره شو.
په دغه تمثیل کې ښودل کیږي،چې د پېښې د رامنځته کیدو سره سم روغتیا پالوونکې سیمې ته امبولانس استوي او د مسؤلین اړونده ارګانونه د پېښې د رامنځته کیدو څخه خبر وي .
همدا راز په دغه تمثیل کې د پېښې ټپیانو ته په سیمه کې لومړنۍ درملنه کوي او له هغې وروسته هغه کسان چې جدي درملنې ته اړتیا لري ایمرجنسي او پاتې نورو عمومي روغتون ته انتقالوي .
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس غلام فاروق مخلص وویل له دغه تمثیل ترسره کولو څخه یې موخه په ښه توګه د پېښې ځای ته ځانونه رسول او د قربانیانو بېړنۍ درملنه ترسره کول دي .
ده همدا راز زیاته کړه،د پېښې د رامنځته کیدو پر مهال هره روغتیا پالوونکې اداره دنده لري،چې اړونده چارواکي هم له پېښې خبر کړي ترڅو د اړتیا له مخې ورسره مرسته وکړ
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvcdyew6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته