په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې غزنی، لغمان ، بدخشان ،کندهار ، زابل ، لوګر ، کاپیسا ،پکتیا ، هلمند او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲۱ تنه ټپیان او۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز تېره ورځ ، د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول .
وژل شوو ماین خښوونکو غوښتل چې له یاد ماین څخه په ورانکاره او ترهګریزو کړنو کې ګټه پورته کړي، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د لویې لارې په اوږ دو کې د ماین ايښودلو پرمهال ، ۳ واړه ماین خښوونکي ووژل شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)