دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 114969
د ای. اېس.ای یوه غړي د جلال الدین حقاني د مړینې خبر تایید کړ
د پاکستان د استخباراتو او د افغان طالبانو یوې سرچینې پرون (جمعه) د مشال راډیو خبریال ته وویل؛ جلال الدین حقاني یونیم کال مخکې، د ورپيښې ناروغې له امله مړ شوی دی.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې یوه مامور چې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې خبرلې کولې؛ ویلي چې جلال الدین حقاني په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی دی.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو مشر عالم زیب خان:

((په جنوبي وزیرستان کې زموږ خبریال د خپلو ارتباطي سرچینو په حواله راته وویل چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني یونیم کال مخکې مړ شوی او په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی دی.

زموږ خبریال وویل چې دا معلومات د پاکستان د استخباراتو د ادارې یوه غړي ورکړي دي. دا معلومات د افغان طالبانو یوه غړي هم تائید کړي او زموږ خبریال ته یې ویلي چې جلال الدین حقاني په خپل مرګ مړ شوی دی.))

جلال الدین حقاني د خوست او په خټه ځدراڼ و.

د پاکستان ټربیون ورځپاڼې پرون د افغان طالبانو د یوه غړي په حواله وویل چې جلال الدین حقاني په خوست کې؛ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاوروته سپارل شوی دی.

جلا الدین حقاني د ۱۹۹۶ میلادي کال په سپټمبر کې چې کابل طالبانو ونیو؛ له هغوی سره ملګری شو. حقاني شبکې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې فعالیت کاوه. خو جلال الدین حقاني چېرته مړ شوی دی؟

په اسلام اباد کې د مشال راډیو مشر عالم زیب خان وايي:

((کله چې داسې ستره پېښه وشي؛ د ځاي پوښتنه یې راپورته کیږي او ما له خپله خبریاله دا سوال وکړ او هغه په ځواب کې راته وویل چې د استخباراتو سرچینې دا نه دي ورته ویلي چې حقاني چېرته مړ شو.

خو دا یې تائید کړې چې جلال الدین حقاني په طبعیي مرګ مړ شوی او په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی دی.))

جلال الدین حقاني په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د حقاني شبکې مشري خپل زوی سراج الدین حقاني ته وسپارله چې د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت یې په لټه کې دی.

متحدو ایالاتو د سراج الدین حقاني د نیولو لپاره ۱۰ ملیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.

د جلال الدین حقاني د مړینې تر خبر دوه ورځ مخکې د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر تائید شو.

د طالبانو استازو وویل چې ملا محمد د ور پېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر دفتر وویل چې ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ میلادي کال په اپریل کې مړ شوی و.

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو استازي پرون په پاکستان کې سره وګوري؛ خو د پاکستان حکومتي سرچینو وویل چې د ملا محمد عمر د مرګ د خبر د خپرېدو له امله؛ د سولې مذاکرې وځنډول شوې.

په جنوبي وزیرستان کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې جلال الدین حقاني تر ملا محمد عمر وروسته؛ د طالبانو په منځ کې له ډېرو معتبرو کسانو څخه و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvjdy1w6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته