دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 155766
صالح پاکستان ته: ټرمپ د افغانستان او یا هم د هند جاسوس نه دی
ډونالډ ټرمپ د شمالي اتحاد غړی او یا هم د افغانستان او د هند د استخباراتو جاسوس نه دی، بلکې هغه د امریکا ولسمشر دی او د افغانستان د پنجشیر ولایت سره هم هیڅ ډول تړاو نه لري، لکه څنګه چې پاکستاني چارواکو تل په خپلو افسانوي ویناوو کې له دغو موضوعاتو یادونې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر او د افغانستان د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د پاکستان پر وړاندې د امریکا ولسمشر وروستي څرګندونې یو تاریخی بیان وباله.

نوموړی په یوه بیان کې او پاکستان ته په اشاره ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د شمالي اتحاد غړی او یا هم د افغانستان او د هند د استخباراتو جاسوس نه دی، بلکې هغه د امریکا ولسمشر دی او د افغانستان د پنجشیر ولایت سره هم هیڅ ډول تړاو نه لري، لکه څنګه چې پاکستاني چارواکو تل په خپلو افسانوي ویناوو کې له دغو موضوعاتو یادونې کړي دي.

خو ښاغلي صالح وایي، د امریکا ولسمشر په سمه توګه او په سمو الفاظو کې د پاکستان په هکله له حقایقو پر ده پورته کړی او حتی په خپل بیان کې له هغو الفاظو نه کار اخیستی دی چې افغانانو تل ور څخه د پاکستان د ځینو بنسټونو پر وړاندې یې کارولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تيره ورځ وویل، چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یواځې هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیان د هغوي د ښکار پسې ګرځي.

خو ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې له دې وروسته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه پاکستانیان فکر کوي چې امریکایي مشران احمقان دي.

د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس هم کابو دوه اونی مخکې د بګرام په هوایي ډګر کې له امریکایي ځواکونو سره د خبرو پر مهال وویل چې له اوږدې مودې راهیسې پاکستان افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي.

خو ښاغلي پنس ټینګار وکړ چې اوس هغه ورځو پای رسیدلې دي او پاکستان په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرتیا هم ترلاسه کړی دی.

هغه وویل که چې له امریکا سره د ملګرتیا په صورت پاکستان به ډیرې لاسته راوړنې ولري خو که چیرې ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي نو پاکستان به سخت زیان وویني.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvtdyvw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته