دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۳
د مطلب کود : 136767
پر خالی دسترخوان باندی جنګ او تعصب!؟
هغه وخت چی د ملی وحدت حکومت د قدرت پر مسند باندی تکیه ووهله د منفی لید ماسیوا چی ددی حکومت په وړاندی وجود درلودی، خو یوڅه هیله مندتوب هم رامنځته سو چی د ملی وحدت حکومت سران، د کرزی حکومت سیاسی مشکلاتو باندی پوهیدلی دی او د تجربو په درلودلو سره د حکومت پر چوکی کښینستلی دی، نو په همدی اساس په هیڅ ډول سره به هغه لاری ته ادامه ورنه کړی، د کرزی حکومت سبک او سیاق به په لاس کی ونه نیسی. د کرزی د حکومت د وخت د مشکلاتو څخه یوهم، د حکومت او مجلس نمایندګانو ترمنځ مشکلات وو او د هر بهانی په واسطه به دا اختلافونه نور هم ډیریدی او په دی لاره کی هم د حکومت توان او انرژی بی ځایه کیدلی او هیڅ کار نه ترسره کیدی. دا ډول مشکلات د کرزی د حکومت تر پایه پوری همداسی ادامه پیدا کړی وو. خو د ملی وحدت حکومت په رامنځته کیدو سره نه یواځی دا چی مشکلات لږوالی ونه موند بلکه ددی دوو نهادو ترمنځ مشکلات تر دی هم ډیر سو. د نړی په هیڅ ځای کی به پیدا نه سی چی سیاسی نهادونه یوشان فکر وکړی او یا هیڅ ډول اختلافات ددی په منځ کی وجود ونه لری، خو په هر ځای کی یو سره خط وجود لری چی نه پریږدی اختلافونه ددی خط د پښو تر لاندی کیدو لامل سی. په افغانستان کی، د قدرت نهادونه د پسه د رمو په شان د هر ډول قید او بند څخه خلاص دی، په اختلافونو کی هیڅ نهاد ځان نه باسی او هیڅ منفعت او مصلحت په نظر کی نه نیسی. یو ددا اختلافاتو څخه چی د ډیر وخت راهیسی د حکومت او مجلس ترمنځ وجود لری هغه د اووه وزیر د برکناره کیدو پر سر اختلافات دی. د نمایندګانو مجلس د کابینی وزیران د اساسی قانون په اساس، مجلس ته غوښتلی دی، استجواب کړی دی او په نتیجه کی اووه وزیران د کار څخه برکناره سو. تر دی چی و مجلس وکیلان د ریاست جمهوری په تحریک سره او خپله اشرف غنی په داسی کارو لاس ووهله، د کابینی وزیران د مجلس د نمایندګانو د منفی رای سره مخ سو او برکناره سو، خو دا برکناره کیدنه د مقننه او اجراییه قوو ترمنځ د نوی مکشلاتو د رامنځته کیدو لامل سو. اشرف غنی ددی لپاره چی د وزیرانو پاته کیدو ته دلیل راوړی، د اساسی قانون د موادو تفسیر و ستری محکمی ته راجع کړ خو چی اساسی قانون د وزیرانو د برکناره کیدو لپاره صراحت لری، د هغه تفسیر د قضائیه قوو د سکوت او چوپتیا سره مخ سوی او تراوسه نه دی شکاره سوی چی د هیواد د ستری محکمی تفسیر د اساسی قانون په وړاندی څه دی. څو میاشتی کیږی چی د کابینی وزیرانو برکناره کیدنه د دوو نهادو ترمنځ د مشکلاتو د رامنځته کیدو سبب سوی دی. لکه څنګه چی اشاره وسو داسی عکس العملونه او مشکلات په ټول نړی کی وجود لری، په یو نورمال وضعیت کی سیاسی اختلافونه نه یواځی دا چی بی معنی نه دی بکله کولای سی د یو هیواد او ټولنی د پویا او حرکت په هغه باندی وسنجول سی. هغه څه چی د تاسف او اندیښنی وړ دی هغه د هیواد د مشکلاتو څخه د حکومتی مسئولانو بی خبری او ناسم پوهیدنه دی. د کابینی د اوو وزیرانو د برکناره کیدو خبره د مجلس د وکیلانو لخوا هغه وخت مطرح سو چی هیواد همګرایی او همپالنی ته اړتیا لری. له یو خوا په هیواد کی موجود ناامنی وضعیت خراب کړی دی او په همدی وخت کی په قندهار، کابل او هلمند کی حکومتی مرکزونه تر تروریستی حملو لاندی قرار نیسی، حکومت د هیواد ملی بیرغ په نیم حالت ځوړند کړی دی، له بلی خوا په هیواد کی سړه هوا د ډیرو انسانانو ژوند د مشکلاتو سره مخ کړی دی، په هیواد کی ځینی شمال ختیځی ولایتونه د طالبانو د حملو لاندی قرار لری، د افغانستان ځینی ګاونډیان د افغانستان د خلګو د دشمنانو سره پټ وعی کړی دی چی دهغوی سره مرسته وکړی، د روسیی سفیر په کابل کی اعلام کړ چی افغانستان به په څو راتلونکی کلو کی به وپاشل سی. دا ځینی مشکلات دی چی وجود لری. په هر هیواد کی چی وضعیت او سیاسی شرایط داسی وی دا ځای لری چی حکومتی نهادونه او مسئولین انعطاف پذیره وی، د یو بل ډیر خطا وی نادیده ونیسی او دهیواد د ګټی لپاره کوچنی خطاوی هیر کړی. سیاسی عقل او انسانی عقل دا حکم کوی او هیله لری چی که یو هیواد په داسی حالت کی قرار ولری باید د ډیرو ګټو څخه سترګی پټی کړل سی، ټول لید او فکر باید د هیواد حفظ او موجودیت لپاره معطوفه سی. له بلی خوا په داسی حالت کی چی د هیواد نیمه بودجه د خارجی هیوادونو په واسطه تامینیږی، یعنی د افغانستان د حکومت سترګی د خارجی هیوادو جیبونو ته دی او دا په دی معنی دی چی موږ تر اوسه په فقر کی ژوند تیروو، تر اوسه زموږ ډوډی زموږ د کشاورزو په لاس موږ ته نه رسیږی، ددی لپاره چی ځانته یو سرپناه جوړ کړو او خارجیانو ته مو لاس اوږده وی، د خپلو مدنی نهادونو د پرځایه پاته کیدولپاره، خارجی مرستو ته اړتیا لرو، ددی متناقضو صحنو په لیدلو سره دا شکاره کیږی چی زموږ د هیواد مسئولین پر خالی دسترخوان باندی دیو بل سره جنګ کوی او تعصب لری. ډیری دا نظر لری چی هغه څه چی زموږ د هیواد لپاره لوی تهدید حسابیږی، ناامنی، فقر او نور څه نه دی بلکه هغه په واقعیت کی خصومت او دشمنی د هغه څه لپاره دی چی وجود نه لری.
https://avapress.com/vdcfvvdyew6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته