دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 141464
جمهور رئیس غني: د جمعې ورځې تروریستي پېښه دې هر اړخیزه وڅېړل شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د غمشریکۍ او د ۲۰۹ شاهین قول اردو منسوبینو د شهیدانو ارواو ته د دعا په موخه چې د طالبانو د پروني تروریستي برید له امله شهیدان شول، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته لاړ.
جمهور رئیس ته په مزار شریف ښار مولانا بین المللي هوایي ډګر کې د بلخ والي استاد عطامحمد نور هرکلی ووایه. وروسته جمهور رئیس او ورسره پلاوی ۲۰۹ شاهین قول اردو ته لاړل او د تشریفاتو قطعې د معاینې پرمهال یې د یادې قطعې سرتېرو او افسرانو سره روغبړ وکړ.
وروسته د هېواد د جمهور رئیس په مشرۍ فوق العاده امنیتي غونډه چې د بلخ والي عطامحمد نور، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم، د ملي دفاع وزارت د معاونیت سرپرست همایون فوزي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال مهمند کټوازي، د پولیسو د زون قوماندان جنرال بابه جان او د بلخ ولایت یو شمېر امنیتي مسوولینو هم حضور درلود، د تېرې ورځې تروریستي پېښې د شهیدانو ارواو ته د دعا په ترڅ کې یې د یادې تروریستي پېښې د پېښېدو څرنګوالی هم وارزاوه.
په دې غونډه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جمهور رئیس ته د پرونۍ پېښې راپور وړاندې کړ او د تروریستانو په له منځه وړلو کې یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اقداماتو او همغږۍ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل. وروسته د اردو صحیه رئیس ډاکټر عبدالرزاق سیاووش وویل، زه د متخصصو ډاکټرانو ټیم سره له کابل څخه مزارشریف ته راغلم او په لومړي اقدام کې مو د ډاکټرانو په مرسته سملاسي د ټپیانو درملنه پیل کړه. هغه زیاته کړه، د ټپیانو وضعیت د قناعت وړ دی او له ټولو امکاناتو څخه به د هغوی د درملنې په خاطر استفاده وشي.
ډاکټر سیاووش وویل، په بل اقدام کې د قول اردو د مسوولینوپه همکارۍ د شهیدانو هویت تشخیص او اړوندو ولایتونو ته مو د انتقال لپاره تیار کړل.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم وویل، کمانډو قطعات پرون د پېښې ځای ته ورسېدل او د دښمنانو د ځپلو اقدام یې وکړ. هغه زیاته کړه، یو امنیتي تخنیکي ګروپ پرونۍ تروریستي پېښه ارزوي. په دې ناسته کې جمهور رئیس امنیتي مسوولینو ته د یادې پېښې تسلیت ووایه او لارښوونه یې وکړه چې د ټپیانو د درملنې، د جومات او طعام خانې د بیا رغاونې په برخه کې دې چې زیان یې لیدلی عاجل اقدام وشي.
جمهور رئیس وویل، پرونۍ تروریستي پېښه هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لري. هغه همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د هېواد امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې اړوندو ولایتونو ته د شهیدانو د جسدونو د انتقال په برخه کې اقدام وکړي.
وروسته د هېواد جمهور رئیس ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون ته لاړ او هلته یې د پرونۍ تروریستي پېښې د ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه.
د ټپیانو د حالت د پوښتنې پرمهال معالجو ډاکټرانو د ټپیانو د صحي وضعیت په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل. جمهور رئیس پر وخت د ټپیانو درملنې ته د رسیدګي په خاطر د معالجو ډاکټرانوقدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، د ټپیانو د درملنې لپاره چې هر ډول امکاناتو ته اړتیا وي، له مرکز څخه برابرېږي او حکومت د ډاکټرانو د تشخیص په صورت کې له هېواده دباندې د ټپیانو د درملنې لپاره پوره تیاری لري.
ورپسې جمهور رئیس د شهیدانو د جسدونو ځانګړي ځای کې هغوی ته درناوی او دعا وکړه.
په دې سفر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس سره د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم، د ملي دفاع وزارت معاونیت سرپرست همایون فوزي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي، د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال متین بیک او د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ملتیا کوله.
https://avapress.com/vdcfvydyjw6djja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته