دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 109208
د بیارغاونې ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
 د میدان وردګو ولایت په جلریز او بهسودینو ولسوالیو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د نږدې دوه میلیونو افغانیو په مالي لګښت څلور بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ملي پیوستون د پروګرام له لورې د جلریز ولسوالۍ په مهران دره سیمه کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷۷ متره په اوږدوالې یو ساتونکی دیوال چې چارې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې،جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدا راز د یاد پروګرام له لورې په بهسودینو ولسوالیو کې د سنګ سوراخ،سفید قلعه او مهرخانه په سیمو کې د اوبو درې برېښنا کوټه جوړ شول.

د دغه پروژو چارې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوي وې،چې د یو میلیون افغانیو څخه پر زیات لګښت راغلی و .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx1dycw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته