دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 138305
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د ننګرهار ولایت پر لعل‎پور ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو وروستیو توپ‎خونو بریدونو په غبرګون کې احضار کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یاد وزارت سیاسي مرستیال، حکمت‎خلیل کرزي او د سرپرست وزیر، صلاح‎الدین رباني د جمعې پر ورځ(د سلواغې۲۹مه) د پاکستان سفیر، ابرار حسین احضار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د ننګرهار ولایت پر لعل‎پور ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو وروستیو توپ‎خونو بریدونو په غبرګون کې احضار کړی دی.
په دې لیدنه کې ښاغلي کرزي لومړۍ د پاکستان خلکو ته د وروستي برید په اړه خپله ډاډګېرنه وړاندې کړې او ویلي دي چې د افغانستان خلک پر دې وېر ښه پوهېدی شي، ځکه چې هره ورځ د ترهګریزو پېښو شاهدان وي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان دولت په جدي ډول له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده تر څو د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې په دې هېواد کې پټن‎ځایونه لري.
په دې لیدنه کې همداراز د افغانستان په ختیځ ولایت کې د پاکستاني پوځیانو له‎خوا د توپ‎خونو بریدونو په اړه چې په ترڅ کې یې یوه ښځه له خپل ماشوم سره ووژل شوه، د رڼښت غوښتنه کړې ده.
افغان لوري دا بریدونه غندلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي کرزي همداراز په پاکستان کې د ۱۵۰ افغان کډوالو نیولو، د تورخم او چمن دروازو تړل‎ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د یادې دروازې د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې د پاکستان سفیر ویلي چې یاد شوي موضوعات به د خپل هېواد له چارواکو سره شریک کړي.
https://avapress.com/vdcfxcdytw6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته