دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 137108
په سرپل کې د سولې له بهیر سره د ۸ وسله‎والو یوځای کېدل
په سرپل ولایت کې ۸ وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي، ویل کېږي چې دې کسانو د یاد ولایت په کوهستاناتو کې ترهګریزې کړنې کولې.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د سرپل ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې ۸ تنه وسله‎وال مخالین تېره ورځ(یک‎شنبه د سلواغې ۳مه) د دې ولایت په مرکز کې د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست، سمونوال عنایت‎الله حبیبي څرګندوي چې یادو کسانو د کوهستاناتو ولسوالۍ لپاره طالبانو لخوا نومول شوي ولسوال، قاري احمدي ته کار کاوه.

نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې او د افغان ځواکونو پر وړاند جنګېدل.

کوهستانات د سرپل ولایت له نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي چې تل پر افغان ځواکونو د بریدونو راپورونه ترې خپرېږي.
https://avapress.com/vdcfxedycw6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته