دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 127703
د کابل اوسېدونکو د یوه لاریو په ترڅ کې کندز کې د تښتول شویو مسافرو خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د جمعې پر ورځ کابل کې د هېواد ډېر شمېر اوسېدونکو د لاریون په ترڅ کې کندز کې تښتول شویو مسافرو خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د جمعې پر ورځ کابل کې د هېواد ډېر شمېر اوسېدونکو د لاریون په ترڅ کې کندز کې تښتول شویو مسافرو خوشې کولو غوښتنه وکړه.

دغو لاریون کوونکو سرکونو ته په راوتو سره د مسافرو په خوشې کولو کې د ناغېړی له امله پر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست نیوکې وکړې.

خو لاریونکوونکي له پولیسو سره ونښتل او دوه تنه یې ټپیان شول.

لاریون‎کوونکي لومړۍ د کابل د شهر نو پارک کې راغونډ شول او وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست خوا ته ولاړل.

دوی، په لویو لاروکې د مسافرو برمته کول دمنلو وړ نه بولي او زیاته یې کړه چې حکومت د هغوکسانو پر وړاندې چې تر اوسه هم د طالبانو په بند کې دي بې پروايي کوي.

لاریون‎کوونکې، فوزیه کوفي وويل:"خلک سره راټول شوي دي چې د طالبانو وحشت په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې چې لویو لارو کې رامنځته شوي دي او بې‎ګناه او ملکي کسان یې برمته کړي دي، خپله نا رضایتي وښيې."

لاریون‎کوونکی، احمد بهزاد وايي:"ښه ده چې د ارګ او د سپيدار ماڼۍ مشران هر څه ژر د افغانستان اعتراض‎کوونکو خلکو غږ واوري."

دوی چې غواړي د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي او د حکومتي مشرانو غوږ ته یې ورسوي خو دلته د امنیتي ځواکونو لخوا ورته خنډ جوړیږي او د پاڅون ځد پولیس هڅه کوي ترڅو د دغو معترضانو مخه ونیسي چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ته ونه رسیږي خومعترضان غبرګون ښیې او د دواړو لوریوترمنځ نښته رامنځته کيږي.

کندز کې د برمته شویو لپاره د غږ پورته کولو خوځښت لاریون‎کوونکې، وايي:"لاریون پر تاوتریخوالي اوړي او لاریون‎کوونکي ټپيان کېږي او پولیس ورسره جدي چلند کوي."

کندز کې د برمته شویو لپاره د غږ پورته کولو خوځښت لاریون‎کوونکی، شفق سیاه‎پوش وايي:"د دغه نظام له منځه‎وړو، د امنیت له منځه وړو لپاره نلرو یوازې یوه غوښتنه لرو چې زموږ ژوند خوندي کړي."

لاریون‎کوونکي ګواښ کوي که چیرې حکومت د لویو لارو د امنیت په ټینګښت او د برمټه شویو کسانو په خوشې کولو کې جدي ګامونه پورته نکړي نو پراخ لاریونونه به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېروڅو اوونیو کې د هېواد لویو لاروکې د مسافرانو د تښتولو او وژلو پیښې زیاتې شوي دي او دغه کړنې د خلکو اندیښنې هم راپارولي دي.

www.youtube.com/watch
https://avapress.com/vdcfxedymw6d0ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته