دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 113203
افغانستان د بیارغاونې وجهی صندوق له پاره ۲.۸ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړه
د افغانستان د مالیې وزارت او نړیوال بانک استازو د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق د تمویل په ستراتیژۍ خبرې وکړې او هغه یې تایید کړه. 
د دې تړون له مخې، به د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق چې د ۳۴ یواړخیزو او څواړخیزو مرسته کوونکو مالی ملاتړ ورسره دی، د ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۶ پورې د درې کلونو له پاره به ۲.۸ میلیارده امریکایي ډالره وړیا مرسته د نوموړي صندوق په واک کې ورکوي. 
د دې پیسو له جملې څخه به ۱.۲ میلیارده امریکایي ډالره د افغانستان د عادي بودجې سره د مرستې، ۷۲۳ میلیونه امریکایي ډالره د روانو پراختیایي پروژو او ۹۱۸ میلیونه امریکایي ډالره به د نویو پراختیایي پروژو د تمویل لپاره بیلې شي. پورتنۍ مرسته د حکومتوالۍ، کرنې، کلیو پراختیا، ټولنیز خوندیتوب او بنسټیزو جوړښتونو د سکتورونو لپاره بیله شویده. دا ټوله مرسته به د ملي بودجې له لارې د حکومت په لومړیتوبونو کې ولګول شي.
د افغانستان د مالیې وزیر جناب اکلیل حکیمي په دې اړه وایي: ’د افغانستان خلک د هغو مرستو کوونکو درناوی کوي چې ددې صندوق له لارې له افغانستان سره سخاوتمندانه مرستې کوي. افغانستان ډاډ ورکوي چې ددې مرستو څځه به سمه ګټه اخلي او افغان دولت به په نوي کال داسې لومړیتوبونه په ګوته کړي چې د دغو مرستو څخه به تمویل شي.’
د افغانستان دبیا رغونې وجهي صندوق د څو مرسته کوونکو هیوادونو ګډ صندوق دی چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې رامنځ ته شوی دی او د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي. تراوسه پورې په ټول افغانستان کې د بیارغاونې او د خدماتو د ترسره کولو له پاره نژدې ۸ میلیارده ډالر ددې صندوق له لارې لګول شوي دي. د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق د څو مرسته کوونکو هیوادونو د مرسته کولو یو میکانیزم دی چې په ملکي سکتور کې د دولت د بودجې له لارې پیسې لګوي. دغه صندوق د مرسته کوونکو له پاره یو چینل دی چې کولی شي چې له نړیوالو ژمنو او د هغه هیواد د سیستمونو سره سم خپلې مرستې ولګوي. تراوسه پورې ۳۴ نړیوالو مرسته کوونکو دغه صندوق ته خپلې مرستې ورکړي دي.
په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو څخه را پدیخوا دا د افغانستان د پرمختګ له پاره د مرستې تر ټولو لویه ژمنه ده. افغان دولت به له نړیوال بانک او له ۳۴ مرسته کوونکو سره په ګډه کار وکړي چې دغه پیسې په ۲۰۱۴ کې د لندن کنفرانس له ژمنو سره سمې د افغانستان د خودکفایي له پاره د افغانستان په لومړیتوبونو ولګوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdymw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته