افغان ولسمشر له لوري د کرنې او مالدارۍ وزارت ته کاندید وزیر محمد یعقوب حیدري وړاندیز شوی، چې د انټرپول په وینا، په ۲۰۰۳ کال کې دغه کس د استونیا له لوري له مالیې د تېښتې په تور دوی ته مطلوب کس دی.
د ولسمشرۍ دفتر ویاند د ښاغلي حیدري د حقوقي ستونزې په اړه بې خبري وښودهو خو وویل چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
ښاغلي حیدري منلې ده، چې نوم یې د انټرپول په لست کې راغلی، خو ځان د سیاسي دسیسې قرباني بولي.
دغه وړاندیز شوی وزیر په افغانستان کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي''کله چې د اقتصاد او سیاست نړۍ ته ورننوځئ، دا ډول پېښې پکې راځي.''
د ښاغلي حیدري په وینا، د مالیې نه ادا کولو پېښې شته، خو په وینا یې پر ده پورې اړه نه لري، بلکې پر هغه کس پورې تړاو لري چې یو شرکت یې ثبت کړی و او په استونیا کې یې ډېر څه پېرلي وو.
د ښاغلي حیدري نوم له څو کلونو راهیسې د انټرپول پولیسو په لست کې و، خو اوس په افغانستان کې دا موضوع په پراخ ډول خپره شوې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې تر مراسمو څه باندې درې میاشتې وروسته د وړاندیز شویو وزیرانو نومونه اعلان کړل، چې د روانې اونۍ په سې شنبې ورځې به یې پارلمان ته هم وروپېژني.