دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 146108
امریکا افغانستان ته سلګونه پوځي موټران استولي

د امریکا د پوځ شاوخوا ۶۰۰ پوځي موټران د پاکستان کراچۍ بندر ته رسېدلي.

د صدای افغان خبری آژانس، پاکستاني چارواکي وايي شاوخوا ۶۰۰ نظامي موټران د پاکستان د کراچۍ ښار ته رسېدلي چې بیا افغانستان ته ولیږدول شي.

څه باندې ۸۰۰۰ امریکايي پوځيان دا مهال په افغانستان کې میشت دي او پدغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو قوماندان له واشنګټن نه د زرګونو نورو پوځيانو د ورلیږلو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه موټران چې ډیر پکښې هاموي زغره وال دي، شپږ میاشتې مخکې د امریکا د ویلمنټن ساحل څخه په کښتیو کې بار کړل شوي وو.

پاکستاني چارواکي وايي د موټرو سره یو ځای ځیني نور نظامي وسایل هم انتقال کړل شوي او د کراچۍ په بندر کې ښکته کړل شوي دي.

دا لا معلومه نه ده چې دغه موټر او وسایل به کله افغانستان ته لېږدول کیږي. امریکا له ۲۰۰۱ لومړي کال راهېسې د نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې ښکېله ده. امریکا او د ناټو ډېرو نورو غړو هېوادونو پوځیانو ته وسلې او مهمات د پاکستان له لارې افغانستان ته لیږدوي.

په ۲۰۱۴ کال کې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړ او د قاطع ملاتړ ماموریت یې پیل کړ چې هدف یې د افغان ځواکونو روزل، تجهیزول او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxvdycw6djya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته