دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 150400
هلمند کې خونړی ټرافیکي پیښه لسګونو کسانو مرګ ژوبله اړولې

په هلمند ولایت کې ځایي حکومت چارواکي وایي، په دې ولایت کې ټرافیکي پیښه لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي زیاتوي، چې شاوخوا يو ساعت وړاندې د کندهار-هرات پر لويه لاره د هلمند ولايت د واشېر اړوند (سنګيلان) سيمه کې د يو ۳۰۳ بس او ټېلر ترمنځ ټرافيکي پېښه رامنځته شوې، چې د لومړنيو معلوماتو پر اساس تراوسه پورې د نهرسراج ولسوالۍ روغتون ته ۱۴ ټپيان او څلور مړي انتقال شوي دي.

د چارواکو په وینا، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځایي چارواکی وایي، بس موټر د پرديس ايوبي شرکت اړوند دی، تراوسه پورې څرګنده نه ده، چې پېښه څه ډول رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځ مخکې پهختییځ ننګرهار ولایت کې د ورته پیښې له امله لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا، پیښه د پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې يو کاسټر موټر له لوړ ځای څخه پريوتی، چې له امله ۴ ماشومان شهيدان او ۳۴ نور ټپيان شول.

ننګرهار کې چارواکي وایي، پېښه د کوژدې مراسمو پر مهال د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxxdyxw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته