دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 151508
مخابراتو وزارت: د سږکال تر پایه ۱۶میلیارده افغانۍ لاسته راوړو

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي چې د سږکال په لومړېو شپږو میاشتو کې يې له اتو میلیاردو افغانیو څخه زیات عواید لاسته راوړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه میلیارده افغانۍ زیاتوالي ښيي.

د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال نن ازادي راډیو ته وویل، د سږکال تر پایه به څه باندې ۱۶ میلیارده افغانۍ لاسته راوړي چې تېر کال دا رقم ۱۴ میلیارده افغانۍ وو.

نوموړي زیاته کړه: "سږکال چې زموږ مالي کال لا ختم نه دی موږ اته میلیارده او اته سوه مېلیونه افغانۍ لاسته رواړي."

ښاغلی ننګیال وايي چې دغه عواید یې د مخابراتي خدمتونو او افغان پوست څخه ترلاسه کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxydycw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته