دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 131401
د حکمتیار سره دسولی دتوافقنامی امضا کیدل!
دسولی دتوافقنامی امضا دحکمتیار سره مخالفتونه او معاضدات دحکمتیار او دهغه دحزب په وړاندی په کابل کی رامنځته سوی دی اوځینی اندیښنی د رسنیو، مدنی جامعی او ځینو خلګو څخه لیدل سوی دی.

دسولی دتوافقنامی امضا دحکمتیار سره مخالفتونه او معاضدات دحکمتیار او دهغه دحزب په وړاندی په کابل کی رامنځته سوی دی اوځینی اندیښنی د رسنیو، مدنی جامعی او ځینو خلګو څخه لیدل سوی دی.
ځینی حکومتی مقامات په مختلفو اظهاراتو کی ویلی دی چی دهغوی غیږ د سولی لپاره خلاص ته دی! خو ځینی جهادی مشران، حکمتیار یو جنایت کار بللی دی او ویلی دی چی هغه دهغه جنایاتو لپاره چی په نهمه لسیزه کی ترسره کړی دی باید دافغانستان دملت څخه بخښه وغواړی.
دا ډول اظهارات شکاره کوی چی دافغانستان دحکومت لاره دحکمتیار سره دسولی لپاره همواره نه دی. که څه دسولی خبری د رهبرانو په کام کی خوږ سوی دی، خو هیڅ شک نسته چی د سولی دروند ادامه او دحکمتیار دډلو حل نه کیدل دافغانستان په جامعه کی کولای سی دافغانستان دسرانو کام تریخ کړی او دموافقنامی ښه ورځی په بدو تاریخی ورځو بدل کړی.
د حکمتیار سره دسولی دتوافقنامی په اړه کولای سو ډیری خبری وکړو، خو د پوهانو په عقیده، دوه نکتی ترټولو اساسی او مهم تر نظر رسیږی:
لومړی نکته دادی چی د حکمتیار راتلل دسولی و پروسی ته د افغانستان دحکومت سره، دحکمتیار خپله طرحه نه دی، بلکه دپاکستان استخبارات د حکمتیار دراتلو څخه په ګټه کیږی او احتمالآ پاکستان حکمتیار وسولی ته تشویق کړی دی او داچی ددوی هدف څه شی دی، د افغانستان پر حکومت دی چی دپاکستان اهداف وپیژنی.
د پاکستان مخکنی سفیر په افغانستان اعلان کړی دی چی پاکستان غواړی دحکمتیار په حضور سره دهند دمنافعو مانع سی. دا چی دا هدف څنګه دحکمتیار پواسطه اجراکیږی سوالونه رامنځته کړی دی.
که دپاکستان ټول اهداف، دهندوستان منافعو ته ضربه وهل دی، حکمتیار نه سی کولای چی یو ښه شخصیت ددی لپاره وی. دوهم دا چی پاکستان د یو لسیزه څخه ډیر دطالبانو دتجهیز او تسلیح تجربه د هند دمنافع په وړاندی په افغانستان کی لری، هغه وخت چی دا ډله دخپلو نظامی توانونو سره سره هم ونه سوای کړای چی پاکستان ودی هدف ته ورسوی، حکمتیار او دهغه حزب څنګه کولای سی د پاکستان په خدمت کی واوسی؟
خو دوهم نکته دادی چی دسولی موافقت نامه دحکمتیار سره باید دافغانستان د عیارسازی سره په دی رویکرد وی. عیارسازی د حکمتیار لپاره د ژوند دامکاناتو دبرابرولو په معنی نه دی، بلکی د امنیتی او کشفی ځواکونو په ظرفیت کی ډیر والی دی تر څو وکولای سی احتمالی حرکتونه مهار کړی، عیار سازی بله معنی هم لری او هغه دحکمتیار جذب دافغانستان په جامعه کی دی.
د حکمتیار سره دسولی توافقنامه په مثبت دید لیدل کیږی، خو باید حکومت دیاده ونه باسی چی هغه دهیواد په خشونتو کی لاس درلودلی وو. ځینی کسان سته چی هغه دیو جهادی حزب چی جنګی جنایت کار دی په عنوان نه وینی. نو دهمدی لپاره که دهغه حرکتونه تر نظر لاندی نه وی، کیدلای سی یو فاجعه رامنځته سی چی دهغه مهار مشکل وی.
د پوهانو بله ډله، په دی باوردی چی د امنیتی ځواکونو تقویت دسولی په روند کی د فوق العاده اهمیت څخه برخورداره دی، خو مهم دی چی دافغانستان دولت خپلو مختلفو ظرفیتونو ته مخه کړی چی دحکمتیار او دهغه دډلی د قبلیدلو زمینه په کابل کی رامنځته سی.
د ظرفیت دایجادولو څخه، دهغه دځای معلومیدل د افغانستان په حکومت کی دی. د توافقنامی د امضا وروسته، رییس جمهور اشرف غنی د ډیرو خوشبینونو سره د توافقنامی څخه استقبال وکړ، خو د حکمتیار سره دسولی لرلید، دوو رشتو ته تړلی دی. یو هغه رشته دی چی دحکومت دسرانو ترمنځ وجود لری چی متاسفانه دکموالی په معرض کی قرار نیسی. دوهم دا چی دحکومت په سیاسی دستګاه کی دنوی میلمه لپاره مناسب ظرفیتونه رامنځته سی.
حکمتیار راغلی دی چی هم مصونیت ولری او هم په سیاسی قدرتو کی سهم پیداکړی، آیا د وحدت ملی حکومت تراوسه د حکمتیار او دهغه حزب لپاره په سیاسی دستګاوو کی کوم اندیشه کړی دی؟
که حکومت په دی فکرکی دی او دهغه او دهغه حزب ځای مشخص سوی دی او د هغه سهم په سیاسی ساختار کی مشخص سوی دی نو هیڅ خبره نسته، خو که داسی نه وی بی له شکه به ډیر چالشونه او مشکلات رامنځته کیږی. دا مشکلات به ډیر ابعاد ولری.
دافغانستان دولت حتما په یاد لری چی د هیواد سیاسی سیستم د بنیاد څخه فاسد دی. یعنی هغه حکومت دی چی دقومیت په اساس بنا سوی دی. که د حکمتیار حضور دحکومت په ساختار کی دقومی پوشش لاندی صورت ونیسی د پشتون هر فرد کولای سی دهغه یو طرفدار وشمیرل سی. خو هغه دخپل حزب دسهم غوښتونکی وی په دا صورت کی یو لوی کشمکش رامنځته کیږی چی امکان لری افغانستان تیری خشونتو ته وګرځوی.

https://avapress.com/vdcfxydyyw6dmja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته