دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 119810
ولسمشرغني له نواز شریف سره د سولې د بهیر پر بیا پیل غږیدلی
په دې خبرو کې دواړه لوري د افغانستان د سولې د خبرو د بهیر پر بیا پيل او د دواړو هېوادونو پر اړیکو غږیدلي دي.

ویل کیږي چې دواړو لورېو د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون سره یوځای په درې اړخیزه توګه او همدارنګه په خپلو کې په دوه اړخیزه توګه لیدنې کړي.

د افغان ولسمشر ویاند چې له پاریسه یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې، وویل:

ولسمشراشرف غني او د پاکستان صدراعظم نوازشریف په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې.

ظفرهاشي وویل، افغان ولسمشر دې لیدنو کې هغو مواردو ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې د نا امنیو سبب شوي دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"په دې مواردو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په بڼه روان ګواښونه، همدا رنګه د وسله والو طالبانو مساله چې نه یوازې د افغانستان بلکې د پاکستان لپاره هم ګواښ ګڼل کیږي او د افغانستان پرضد د پاکستان د نااعلان شوې جګړې مسالې شاملې وي."

د پاکستان د صدراعظم دفتر هم د دې لیدنې په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په یوې برخې کې يي ویلي:

"دا خبرې اترې په افغانستان کې د سولې د بهیر د بیا پیل او د ۱۴ کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو متمرکزې وې."

افغان چارواکي وايي، ټاکل شوې نه وه چې ولسمشر اشرف غني به د دې کنفرانس په څنګ کې د پاکستان د ولسمشر نوازشریف سره خبرې کوي.

خو د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار ازادي راډیو ته ویلي چې اشرف غني د کوزې پښتونخوا د مشرانو په غوښتنه چې په دې وروستیو کې کابل ته تللي وو، په دې درې اړخیزه او دوه اړخیزه لیدنو کې برخه واخیسته.

پاکستان د جولاۍ په میاشت کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د لومړي پړاو خبرو کوربه و. خو دویم دور خبرې اترې د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له خپریدو وروسته ونه شوې.

چارواکي وايي چې دواړو لورې په دې لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو چې دا مهال ترینګلې دي په ښه کیدو هم وغږیدل.

د دواړو هېوادونو اړیکې د ولسمشرغني له واک ته رسیدو وروسته د کمې مودې لپاره ښې شوې. خو په کابل کې یوه ستره چاودنه او ورپسې نور بریدونه چې افغان چارواکو په کې په پاکستان کې میشتې وسله والې ډلې پړې بللې د دې سبب شوې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې بیرته خړې پړې شي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند ظفر هاشمي ازادي راډیو ته وویل، هغه څه چې دا مهال د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کولی شي هغه په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د پاکستان صادقانه همکاري ده.

د ښاغلي هاشمي په وینا په افغانستان کې دایمي ثبات نه یوازې د افغانانو غوښتنه ده بلکې د دواړو هېوادونو په ګټه دی. دا چې په دې برخه کوم پرمختګ وشو کنه.

ظفرهاشمي وايي:

"ژمنه په همدې وشوه چې لیدنې کتنې دوام پیدا کړي. همدارنګه په افغانستان او سیمه کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت پر لارو چارو بحثونه وشول او نظرونه شریک شول."

د پاکستان د صدراعظم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې لیدنو کې نوازشریف په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد د روانو عملیاتو په اړه لنډ معلومات ورکړل.

په خبر پاڼه کې د نواز شریف له خولې ویل شوي چې هېواد یې ژمنه کوي چې د ترهګرۍ په وړاندې به چې دواړو هېوادونو ته ګواښ دی هڅې زیاتې کړي. راپورونه وايي چې د پاریس د اقلیم د کنفرانس په یوه بله څنګزنه ناسته کې افغان ولسمشر د هند له صدراعظم نیدرا مودي سره هم کتلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfy1dyxw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته