دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 96751
کننګهم: د اشرف غني او عبدالله ځیني پلویان د ملي یووالي حکومت پلوي نه دي

په کابل کې د امریکا سفیر جیمزکننګهم وايي؛ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په انتخاباتي ټیمونو کې داسې کسان شته چې د ملي یووالي د حکومت مینه وال نه دي او د کاندیدانو ګډې همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري.
کننګهم د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ کوم کسان چې د ملي یووالي په حکومت کې په ګډۍ همکارۍ بې باوري دي؛ باید په دې مسالې وپوهیږي چې، اکثره افغانان او نړیوال متحدین یې د ملي یووالي حکومت جوړیدو ته خوشبین دي:
"ډېر خلک په دې باور دي چې، په اداره او دولت کې د همکارۍ د اصل رامنځته کول ناممکن وي. زه پوهیږم چې په دواړو ټیمونو کې شته ځینې داسې خلک چې فکر کوي دا به ممکن نه وي یا یې ان په اړه فکر وشي. زه به یې په ځواب کې ووایم چې د افغانستان په دې مهم تاریخي پړاو کې دې ته اړتیا شته چې عمیقاً فکر وشي؛ د کومو هیلو په اړه چې اکثر افغانان او د هغوی نړیوال متحدین یې د دې هېواد د راتلونکې په اړه لري."
جیمز کننګهم وویل، لکه څنګه چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په حضور کې دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت په جوړولو موافقه وکړه؛ دوی باید د دې موافقې عملي کولو ته ژمن پاتې شي.
سفیر کننګهم د رایو د تفیتش د پروسې په ژر ختمیدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې باید د اګست تر پایه نوی ولسمشر د لوړې مراسم تر سره کړي؛ څو وکولای شي د سپټمبر په لومړیو کې د ناټو په سرمشریزه کې د افغانانو په استازیتوب ګډون وکړي:
"د رایو د تفیتش بریالۍ پروسه او د سیاسي موافقو په پای کې چې د ملي یووالي حکومت به یې په نتیجه کې جوړ شي؛ نه یواځې د افغانستان د امنیت او پرمختګ لپاره اهمیت لري؛ بلکې د افغانستان او نړیوالو تر منځ اړیکې هم پراخې او زیاتې ټینګوي.
دا د کاندیدانو هدف دی هغه هدف چې موږ یې په بشپړه توګه ملاتړ کوو چې؛ د سپټمبر په لومړیو کې د ناټو په سرمشریزه کې نوی جمهور رییس د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي."
د انګلستان په ویلز کې په راروانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د ناټو سرمشریزه د دې لپاره له ځانګړي اهمیت برخمنه ده چې؛ تمه ده، د دغه سازمان غړي هېوادونه له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو هېوادونو د رول په اړه پرېکړه وکړي.
د امریکا سفیر د انتخاباتو د بهیر د ژر پای ته رسیدو غوښتنه په داسې حال کې کوي؛ چې له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست او دواړو کاندیدانو هم ویلي؛ چې د سنبلې تر دویمې اونۍ باید د انتخاباتو نتیجه اعلان شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfyed1.w6dvtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته