دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 89461
محسني: د انتخاباتو په اړه ترلاسه شوي شکایتونه مو په څو ډلو ویشلي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه یې شکایتونه په څو ډلو ویشلي دي.
د دې کمیسیون غړي او ویاند نادر محسیني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ ټول ۱۸۹۲ شکایتونه وررسیدلي دي.
محسیني وویل چې، په دې کې یې ۸۷۰ شکایتونه په لومړۍ درجه کې دي او تر نورو ډیر جدي دي.

هغه وویل چې، د دې شکایتونو څیړنه د انتخاباتو په نتایجو هم تاثیر لرلا شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyjdc.w6d1vaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته